The news is by your side.

ګوترېش: تالېبان دې د نجونو د زده کړو په اړه ظالمان پرېکړه بېرته واخلي

ګوترېش: تالېبان دې د نجونو د زده کړو په اړه ظالمان پرېکړه بېرته واخليخبریال وېبپاڼه: د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د تالېبانو له خوا د نجونو پر زده‌کړو بندیز ظالمانه بللی او د لغو کېده غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي نن د پوهنې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل خپاره کړي پیغام کې ویلي، تالېبان باید د نجونو د زده کړو په اړه کړې پرېکړه بېرته واخلي.
هغه زده‌کړې د انسانانو بنسټیز حق بللی او په دې برخه کې یې د دولتونو د پانګونې غوښتنه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې اوس د هغو ټولو قوانینو او کړنلارو د پایته رسولو وخت راغلی، چې زده‌کړو ته د لاسرسي مخه نیسي.
که څه هم خبریال ویبپاڼې هڅه وکړه چې په دې اړه د تالېبانو نظر هم واخلي، خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.
انتوني ګوترېش یادې څرګندونې په داسې کې کوي چې نن د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) له خوا د زده کړو نړیواله ورځ افغان نجونو ته ځانګړې شوې.
د خبریال ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، څه باندې پنځه سوه ورځې کېږي چې افغان نجونې له زده کړو بې برخې دي؛ خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې بیا پوهنتونونه هم پرمخ تړل شوي دي.
که څه هم د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو د پرانېستلو په اړه کومه هیله نشته؛ خو خبریال ویبپاڼې داسې معلومات ترلاسه کړي چې په خوست کې د نجونو یو شمېر لېسو ته کتابونه ور رسېدلې دي.
خو دا چې راتلونکی تعلیمي کال به د نجونو پرمخ ښونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي که نه؟ هغه پوښتنه ده چې راتلونکی به یې ځواب کړي.

Comments are closed.