The news is by your side.

د افغانستان مشهوره پښتنه سندرغاړې مېرمن قمرګله په جلاوطنۍ کې په حق ورسېده

د افغانستان نوميالۍ پښتنه سندرغاړې مېرمن قمرګلې د ورپېښې ناروغۍ له امله د کاناډا په ټورنټو ښار کې په يو روغتون کې ساه ورکړه.

د هغه زوی ايمل زاخېل د خپلې مور د مړينې خبر تاييد کړی.

مېرمن قمرګله په آر کې د ننګرهار ولايت اصلي اوسېدونکي وه او په اووه‌ کلنۍ کې يې د موسيقۍ ډګر ته پل کېښود. او ډېر ژر د خپل کلي، ولسوالۍ، ولايت او ان د افغانستان په کچه مشهوره شوه او د موسيقۍ په ډګر کې وځلیده.

د مېرمن قمرګلې لومړۍ سندره «په ما ميينه سترګې دې سرې دي- نن دې ډېر ژړلي دينه» وه چې د افغانستان ملي راډيو نه خلکو واورېده او غږ یې د ډېرو په زړونو ځای ونيو.

د قمرګلې هنر او سندرې د افغانستان د بېلابېلو پاچاهانو او ولسمشرانو له خوا بايللې شوې وې چې هغه اعليحضرت محمد ظاهر شاه، سردار محمد داود خان، ببرک کارمل او ډاکټر نجيب الله احمدزي له خوا ورته د خلکو په استازيتوب د سرو زرو مډالونه هم ورکولو شوي وو. او همدارنګه د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا ورته د بلبلې لقب ورکړل شوی وو.

مېرمن قمرګله له ډیرې مودې راهیسی په کاناډا کې اوسېدله، درې لوڼې او درې زامن لري چې يو زوی يې هم د پښتو او دری ژبو ښه سندرغاړی دی.

Comments are closed.

koi finance