The news is by your side.

طالبانو په پروان کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۷ کسان په دورو ووهل

طالبانو نن د پروان ولايت په مرکز چاریکار ښار کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۷ کسان په دورو وهلي.

پران کې د طالبانو د محکمې ځينې چارواکي هم په دې صحنه کې موجود وو او ويلي يې دي چې په دغه کسانو يې د اخلاقي فساد، غلا او له کوره د تېښتې له امله حد عملي کړ.

په ورته مهال پرون په فراه ولايت کې هم طالبانو يو مجرم قصاص کړ چې له امله يې د نړيوالو او په افغانستان دننه د خلکو تند غبرګونونه راپاریدلي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټوېټر کې د نړيوالو غبرګونونو ته په اشارې ويلي چې دا د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

طالبانو له تېر يو نيم کاله واکمنۍ راهيسې په لومړي ځل په ټول هېواد کې د جرمونو په تور د نيولو شويو کسانو وهل ا او قصاص کول شروع کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په ټول هېواد کې مجرمينو باندې د حد او قصاص عملي کولو امر کړی.

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو دا کار غندي او دا انساني کرامت ته سپکاوی بولي.

د طالبانو په لومړي ځل واکمنۍ کې هم مجرمينو ته په عام محضر کې سختې سزاګانې ورکول مېدې

Comments are closed.