طالبانو فراه ولايت کې د جمهوريت د وخت پخوانی مجرم قصاص کړ
طالبانو په خپله يو نيم کلنه واکمنۍ کې د لومړي ځل لپاره په فراه ولايت کې يو پخوانی مجرم قصاص يعنې اعدام کړ.
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کريمي هم دا خبر تایید کړی او ويلي يې دي چې د ياد کس قصاص د دوی د مشر ملا هبت الله له خوا تاييد شوی وو او په اصل کې د هرات د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکی وو.
بلال کريمي په دې اړه په ټوېټر کې په يو اعلاميه کې ويلي چې مجرم کس پنځه کاله وړاندې يو کس د چاقو په ګوزارونو وژلی او موټرسايکل او مبايل يې ترې وړی وو.
اعلاميه کې زياته شوې چې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي د رياست الوزرا مرستيال عبدالغني برادر او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني هم په دې صحنه کې حاضر وو او مجرم کس د طالبانو په ډزو ووژل شو.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده خپلو قاضيانو ته امر کړی وو چې د لويو جرمونو واقع کېدو په صورت کې حدود او قصاص عملي شي.
د ملا هبت الله د حکم سره سم په يو شمېر ولايتونو کې د خلکو په دورو وهل پیل شوي دي.
په غور، لوګر، تخار او ځينو نورو ولايتونو کې طالبانو د سپکو جرمونو مجرمين په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو دې کار په خواله رسنيو او نړيواله کچه تند غبرګونونه راپارولي دي.
د خواله رسنيو فعالان وايي که خبره د جرم او بيا د حدود او قصاص عملي کولو وي نو خپله د طالبانو په منځ کې هم ډېر داسې طالبان شته چې لوی لوی جرمونه يې کړي، عام خلک يې وژلي او ځينې نور لوی جرمونه يې کړي نو بيا ولې په طالبانو قصاص نه عملي کيږي.
د بښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو دا کار غندلی او ويلي يې دي چې دا انساني کرامت ته سپکاوی دی.
طالبانو په خبره لومړۍ ځل واکمنۍ کې هم خلکو ته په عام محضر کې سزا ګانې ورکولی.
Comments are closed.