The news is by your side.

هند: پاکستان ترهګري پالي نو څنګه ورسره مذاکرات او کرېکټ وکړو

د هند د بهرنيو چارو وزير وايي پاکستان ترهګري پالي نو په داسې حال کې څنګه ورسره مذاکرات او کرېکټ وکړو.

د هند د بهرنيو چارو وزير جي شنکر په يو تازه مرکه کې ويلي چې له پاکستان سره د مذاکراتو پيلولو پېچلی معامله ده او وايي پاکستان هند ته وسلې راليږي نو په داسې حال کې څنګه ورسره مذاکراتو ته کینو.

جي شنکر زياته کړې تر څو چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس وانخلي دوه اړخه اړيکې ورسره نه شي جوړېدی وايي د پاکستان له ترهګرۍ ډېر هند اغېزمن شوی.

د پاکستان حکومت تر اوسه د هند د بهرنيو چارو وزير وروستيو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

هند او پاکستان وخت ناوخت په يو بل د ترهګرۍ د ملاتړ او پالنې تورونه پورې کوي او په سويلي اسيا کې هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي چې له بل هر هېواد ډېر له يو بل سره خلاف دي او تل يو بل ته ګوته په ماشه ناست وي.

د پاکستان او هند د ترينګلو اړيکو له امله د کرېکټ په ډګر کې هم د دواړو هېوادونو لوبډلې پرته له نړيوال جام نور په هېڅ ډګرونو او د لوبو په هېڅ ډول فارمونو کې سره نه مخامخ کيږي.

Comments are closed.