The news is by your side.

کندهار: سپين بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه کې ملکيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

نن ماسپښين د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه جګړه رامنځته شوې.

خبريال ډاټ کام ته سرچينو ويلي چې په جګړه کې ملکيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

سرچينې زياته کړې چې د چمن روغتون ته د ۵ ملکي وګړو جسدونه او تر شلو زيات ټپيان ور وړل شوي دي.

د طالبانو د سپين بولدک ولسوالۍ امنيه قوماندان هم جګړه تاييد کړې او ويلي چې جګړه هغه مهال رامنځته شوه چې ددوی ځواکونو په پوله پستې جوړولې او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو يې مخنيوی کاوه.

نوموړي د جګړې او د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهيسې دا څوم ځل دې چې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو سره په جګړه اوړي.

Comments are closed.