fbpx

د مخابراتو پر وزارت د برید دویم تعقیب

نن له غرمې مخکې په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ دروازې ته نږدې چاودنه شوې او ورسته بیا د ډزو غږونه هم واورېدل شول .

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د رسنیو سره په خبرو کې ویلي ، چې د مخابراتو وزارت دروازې تر څېرمه لومړۍ چاودنه شوې او بیا ځانمرګي برید ګر د مخابراتو وزارت ته ننوتلي دي ، د نوموړي په وینا د ځانمرګو برید کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده .

بل پلو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ویاند سایر ځلاند په خپله فسبوک پاڼه لیکي چې ځآنمرګي برید ګر د مخابراتو وزارت ته ننوتلي دي ، خو نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه نور معلومات ندي ورکړي  .

تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړی شوی او نه د یاد بری مسؤولیت کومې ډلې منلی دی .

دا په داسې حال کې ده چې نن د مخابراتو وزارت تر څېرمه په سرینا هوټل کې د مخابراتو وزارت اړوند یوه غونډه هم روانه وه او ګڼ شمېر خبریالان هم ورغلي دي ، یوې سرچینې کابل پرېس کلب ته وویل چې په سرینا هوټل کې ټول خبریالان په همدې هوټل کې د ننه یوې خوندې خونې ته انتقال شوي دي .