The news is by your side.

طالبانو د نجونو د زده کړو د بنديز لېرې کولو په تړاو يو ځل بيا خپله ژمنه ماته کړه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې سره سم نن د هېواد په سړو سيمو کې د نارينه محصلينو پر مخ پوهنتونونه پرانيستل شول.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وياند ضياء الله هاشمي پرون په يو ويډيويي پيغام کې ويلي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د پرېکړې له مخې له نن (کب ۱۵مه) د هېواد په سړو سيمو کې د هلکانو پر مخ پوهنتونونه پرانيستل شي، ټول محصلين دې په ياده نېټه درسونو ته حاضر شي.

د لوړو زده کړو وزارت وياند د ښځينه محصلينو د پوهنتونونو پرانيستل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

تېره اوونۍ هم ياد وزارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره د هلکانو د پوهنتونونو شروع کېدو خبر ورکړ خو د نجونو د پوهنتونونو اړه يې څه ونه ويل.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت يوازې همدومره ويلي چې نجونې تر بلې خبرتيا د اوسني امر پر منلو مکلفې دي.

طالبانو په تېره دېسمبر مياشت کې د دويم پورې د نجونو پوهنتونونه وتړل.

که څه هم طالبانو ژمنه کړې وه چې په پسرلي کې به د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه هم پرانيزي خو يو ځل بيا يې خپله ژمنه ماته کړه او په دې اړه رسنيو سره له خبرو کولو هم ډډه کوي.

Comments are closed.