پاکستان کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېبپاڼه: نړیوالو رسنیو د یوه برید په پایله کې د ۹ پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

رویټرز د پاکستاني پولیسو د ویاند محمود خان نوتیزي له قوله ویلي، دا ځانمرګی برید د دوشنبې په ورځ د پاکستان په جنوب کې شوی دی.

نوتیزي وويل چې په دې ځانمرګي بريد کې ١٥ تنه نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغه ځانمرګي برید په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

په دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه زیات شوي دي.

یوه میاشت وړاندې د پېښور د پولیسو په یوه مرکز کې په یوه جومات کې په ځانمرګي برید کې نږدې سل تنه وژل شوي او ټپیان شوي وو.

د پاکستان حکومت په دغه ترهګریز برید کې ټي ټي پي په لاس لرلو تورن کړی ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More