طالبانو د نجيب شريف په نوم هنرمند له وهلو او سختې شکنجې وروسته خوشې کړ
طالبانو د نجيب شريف په نوم هنرمند نيولی او له سختې شکنجې او وهلو ټکولو وروسته يې خوشې کړو.
د نجيب شريف زوی څو ساعتونه مخکې د خپل پلار په فېسبوک پاڼه ليکلي وو چې پلار يې پرون ماسپښین د ديارلسمې حوزې طالبانو د کور له مخې څخه پورته کړی.
زوی يې د فېسبوک پوسټ کې وړاندې زيات کړې وه چې طالبانو نن له پلار سره د ليدلو موقع ورکړې وه خو چې کله يې وليد طالبانو يې پلار سره سخت ظلم کړی او ډېر يې وهلی وو.
په ورته وخت د نجيب شريف کورنۍ رسنيو ته ويلي چې نجيب شريف د طالبانو له ظلمونو او سختو شکنجو وروسته څو شېبې مخکې را خوشې شو.
استاد نجيب شريف چې په مسلکي ډول يو انجنير دی خو د ښکلو هنرونو او موسيقۍ برخه کې یې هم د پام وړ فعاليتونه کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان هنرمندان يا نور فعالان بې ښې او بې بدې نيسي بلکې تر دې وړاندې هم طالبانو زيات شمېره فعالان نيولي، وهلي او ان ځيني يې د سختو شکنجو پر مهال شهيدان کړي هم دي.
طالبان که څه هم په ښکاره ډول وايي چې ځوانان او کادرونه دې له وطن نه وځي بلکې وتلي دې هم را وګرځي د ژوند د خونديتوب او کار ضمانت ورکوو خو په پټه توګه خلک ځوروي نيسي او شکنجه کوي يې.
Comments are closed.