The news is by your side.

طالبان د داسې پاليسۍ د تصويب هڅه کوي چې د ښځينه ناروغانو درملنه به يوازې ښځينه ډاکټرانې کوي

طالبان د يوې نوې داسې پاليسۍ په هڅه کې دي چې له مخې به د‌ هېواد ښځينه ناروغانو درملنه يوازې ښځينه ډاکټرانې کوي.

واشنګټن پوسټ د طالبانو د‌ عامې روغتيا وزارت له قوله ويلي چې د دوی مشرتابه ياد وزارت ته ځينې لارښوونې لیږلي چې پاليسۍ دې د شريعت نه د طالبانو د تفسير مطابق جوړې کړي.

واشنګټن پوسټ د وزارت د يو مقام له قوله زياته کړې چې دوی د طالبانو د مشر هبت الله ته اړينه يوه پاليسي تر لاسه کړې چې په بنسټ به يې د ښځينه ناروغانو درملنه يوازې ښځينه ډاکټرانې کوي وايي د پاليسۍ په يوه برخه کې راغلي چې ښځې کولی شي په اضطراري حالت کې چې ښځينه ډاکټره نه وي نارينه ډاکټر ته مراجعه وکړي.

په ورته مهال د طالبانو عامې روغتيا وزارت واشنګټن پوسټ ته ويلي چې ياد وزارت هڅه کوي کومو ځايونو کې چې ښځينه ډاکټرانې او روغتيايي پرسونل کم وي غواړو ښځينه ډاکټرانې ډېرې کړو.

خو د هېواد ښځينه او په ځانګړي توګه د نسايي ولادي څانګې ډاکټرانې وايي د ښځينه ډاکټرانو کمښت ته په کتو او د پاليسۍ عملي کولو سره به ډیرې ښځينه له روغتيايي خدمتونو محرومې شي.

دوی وايي طالبان دې لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانيزي نجونې که زده کړې وکړي موږ به ډیرې ښځينه ډاکټرانې ولرو نو طالبان دې ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي.

د طالبانو يادې پاليسۍ او هېواد کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت ته په کتو که ښوونځي تړلې پاتې وي او د ښځينه ډاکټرانو شمېره ډېر نه شي نو په راتلونکي کې به افغان ښځې د درملنې په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.

Comments are closed.