The news is by your side.

ننګرهار: وسله والو د ۲ قومي مشرانو په ګډون۳ تنه شهیدان کړل

خبریال وېب پاڼه:  د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې مخ پټو وسله والو کسانو ۳ تنه شهیدان کړل.

یوې ځايي باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط خبریال وېب پاڼې ته وویل، چې دا پېښه تېره شپه د کامې ولسوالۍ په شېرګړ سیمه کې شوې ده.

سرچینه وایي وسله والو کسانو په یوه حجره کې پر ناستو عامو خلکو ډزې وکړې، چې پرمهال یې  ۳ تنه شهیدان شول.

د سرچینې په خبره د پېښې عاملين له پېښې وروسته په تېښته بریالي شول.

سرچینې زیاته کړه، چې په شهید شویو کسانو کې دوه تنه د مومندو قومي سپین ږیري او یو یې په مومندرې ولسوالۍ کې د پخواني حکومت د محلي پولیسو قومندان شامل دی.

بل لورته بیا د کامې ولسوالۍ امنیتي مسوولین هم پېښه مني خو په تړاو یې نور څه نه وایي.

دوی وایي هڅې یې پیل کړي څو د پېښې عاملین پیدا کړي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د تالبانو له راتګ وروسته د ننګرهار په مرکز او نورو ولسوالیو کې هدفي وژنې زیاتې شوي، او عام خلک بیا د دا ډول پېښو په مخنیوي کې تالب چارواکي ناکام بولي.

دوی وایي، ډېری وسله وال کسان د تالبانو په جامه کې د دوی په نامه هدفي وژنې کوي او دا د دې لامل کېږي، چې پر تالبانو د خلکو باور راکم کړل شي.

دوی هیله لري، چې روان تالبانو به د روان وضعیت مخه نیسي او د عامه وژنې مخنیوی به کوي.

Comments are closed.