The news is by your side.

افغان نابینا ولي محمد په سلو سیالانو کې درېیم ځای خپل کړ

خبریال وېب پاڼه: د افغانستان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري په لندن کې د لامبو وهلو په سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ.

په دې سیالیو کې سلو تنو لامبو وهونکو ګډون کړی و.

ولي محمد نوري یواځینی افغان لوبغاړی و، چې نابینا و او په همدې اساس ورته د درېیم مقام لپاره د برنزو او یو بل افتخاري مډال هم ورکړل شو.

ولي محمد نوري تېره شپه ۵۰ متره واټن په ۵۹ ثانیو کوې وواهه او همدا لامل شوی، چې په دې سره یې درېیم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې ولي محمد نوري تر دې وړاندې د ځغاستې په سیالیو کې هم لومړی مقام ترلاسه کړی و.

نوري له لوبې وروسته له ټولو افغانانو مننه کړې، چې دی یې په دعا کې یاد ساتلی او ده ته یې د بریا دعاوې کړې دي.

هغه وایي، هڅه به وکړي، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغان درې رنګه ملي بیرغ لوړ او رپانده وساتي.

Comments are closed.