The news is by your side.

برېتانیا افغانستان سره ۷۵ ملیونه پونډه مرسته کوي

خبریال وېب پاڼه: د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرې له افغانستان سره د ۷۵ ملیونه پونډو مرسته اعلان کړه.

لېز ټراس دغه مرسته د جي۷ هېوادونو په غونډه کې اعلان کړه.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیره لېز ټراس وایي دغه مرسته چې شا اوخوا ۹۹ ملیون ډالر کېږي لږ تر لږه پر ۱.۸ ملیون افغانانو به ووېشل شي.

د مالوماتو له ‌مخې په دې مرسته شویو پيسو خوراکي توکي، درمل، سرپناه او د پاکو اوبو برابرول شامل دي.

لېز ټراس د دې مرستې د اعلان پرمهال زیاته کړې، چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو، خوړو نړیوال پروګرام، یونېسف، د کډوالو عالي شورا او ورته نورو خیریه بنسټونو له خوا په سږني ژمي کې په افغانستان کې ووېشل شي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې که په را روان ژمي کې له افغانانو سره مرستې ونه شي لوی بشري ناورین به رامنځته شي.

نوموړي په افغانستان کې پر اوسني بشري حالت اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې اوسمهال د افغانستان ۲۳ ملیونه خلک له سختې لوږې او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د هغې په وینا، دا پیسې د افغانانو ژوند ژغوري، له مېرمنو او ماشومانو ملاتړ کوي او په سیمه کې د امن رامنځته کېدو لامل کېږي.

دا مالي مرسته له افغانستان سره د بریتانیا هېواد د ۲۸۶ ملیونه پونډه مرستې برخه ده، چې په روان کال کې یې ژمنه کړې وه.

ټاکل شوې چې نن هم د جي ۷ هېوادونو په غونډه کې د افغانستان پر اوسني حالت جدي بحث وشي.

Comments are closed.