The news is by your side.

‏وردګ: د پخواني حکومت ډېری سفیرانو بهر کې غلا او چور پيل کړی

خبریال وېب پاڼه: د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو د کمېسیون افغانې کمېشنرې اصیلا وردګ ویلي، چې د جمهوریت تر سقوط وروسته، بهر کې د افغانستان یو شمېر سفیرانو او جنرل کونسلانو په غلا او چور پیل کړی.

اصیلا ‏وردګ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، کره شواهد لري، چې دغه کسان د کنسلي اسنادونو د تائید او پاسپورټونو د اخیستلو او تائید په بدل کې له خلکو له ټاکلې اندازې زیاتې او غیر قانوني پیسې اخلي.

نوموړي لیکلي: « دوی د افغان مهاجرینو وينې څکي، موږ ټول د دوی د غلاوو له لاسه تباه شو.»

وردګ په خپل ټوېټ کې د چا ښکاره نوم نه دی لیکلی، خو ويلي یې دي، چې ژر به د یادو کسانو نومونه هم خپاره کړي.

نوموړې په داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې پخوانی حکومت شاوخوا ۴ میاشتې کېږي، چې سقوط شوی او تالبان حاکم شوي دي.

خو بل لورته د تالبانو حکومت لا هېڅ هېواد په رسمیت نه پېژني.

تازه په کابل کې د پاکستان سفیر وایي، پاکستان به تر هغه نوی افغان حکومت په رسمیت ونه ‌پېژني، څو چې نړیوالې ټولنې په دې اړه پرېکړه نه وي کړې.

منصور احمد له تاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، د نوي حکومت لپاره باید د سیمې هېوادونه راټول او په یوه خوله خپل دریځ څرګند کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې که په دې اړه نړیواله ټولنه پرېکړه وکړي؛ نو دوی به هم دې مسئلې ته راودانګي.

Comments are closed.