افغان ښوونیز بهیر تړلی، خو د لوړو زده‌ کړو وزیر د پاکستان له مدرسو لیدنې کوي

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو د حکومت له راتګ وروسته په  ځلونو له دوی څخه وغوښتل شول، چې په افغانستان کې ښوونیز بهیر ته په عادي ډول اجازه ورکړي، خو لایې برخلیک نه دی معلوم.

عام افغانان نیوکه کوي، چې دلته ښوونیز بهیر په ټپه ولاړ دی، خو د لوړو زده کړو وزیر په پاکستان کې، چې تېره ورځ دوی ویلې په کې هېڅ اسلامي نظام نشته له مدرسو لیدنې کوي.

تازه د ا. ا. د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر، عبدال باقي حق اني پاکستان کې تر ټولو لویې حقانیه مدرسې ته ورغلی او له هغه ځایه یې لیدنه کړې ده.

هغه هلته د یادې مدرسې له مشر سره لیدلي او د ځینې مسائلو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

دا چې دواړه پر کومو موضوعاتو خبرې کړې معلومه نه ده.

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې حقانيه مدرسې په یوه بیان کې ویاړ کړی و، چې د دوی شاګردان اوس په افغانستان کې واکمنان دي.

افغان شنونکي هم دا ډول لیدنې د هېواد په خیر نه بولي.

دوی وایي پاکستان د افغان خاورې دښمن دی او نه باید د دې هېواد چارواکي هغه هېواد ته د سلامۍ او لیدنو لپاره لاړ شي.

شنونکي وایي، د تالبانو یو چارواکي پاکستان کې شته نظام کفري بولي، خو بل یې له مدرسو لیدنه کوي، چې دا د دوی ترمنځ د لوی واټن او د ولس د بې باورۍ لامل ګرځي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ په پاکستان کې د تالبانو پخواني سفیر عبد ال سلام  ضعیف ویلي وو، چې پر پاکستان هېڅ باور نه لري او نه باید پرې باور وشي.

هغه زیاته کړې وه، چې افغانان باید پر پاکستان باور ونه کړي ، ځکه په سیاست کې باور ساده توب دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More