The news is by your side.

روغتونونو کې درمل نشته؛ سور صلیب ۲۳ روغتونونو ته درمل رسوي

خبریال وېب پاڼه: د نړیوال سره صلیب د مطبوعاتي برخې مسوولان وایي دوی په افغانستان کې د ۶ زره روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي.

سور صلیب ویلي، چې دوی په افغانستان کې دمګړی شاوخوا ۲۳ دولتي روغتونونو ته د روغتیايي توکو په رسولو بوخت دي او تر څنګ یې د شاوخوا ۶ زره روغتیايي کارکوونکو د معاشونو ورکړه پيل کړې ده.

سرچینه وايي چې په هېواد کې د روغتیايي نظام د ساتلو لپاره خپلې هڅې پراخوي او غواړي شته ګواښونه تر یوې کچې راکم کړي.

د نړیوال سره صلیب د مطبوعاتي برخې د مسوولانو په وینا، چې دوی د څو نورو میاشتو لپاره هم دغه فعالیت پراخوي او تر دې دمه یې شاوخوا ۱۵ روغتونونو ته صحي توکي برابر کړي دي.

بل خوا ته بیا هغه روغتیايي کارکوونکي چې په کابل او ځینو ولایتونو کې یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري معاشونه اخیستي وایي، چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو او ان تر روغتون پورې د راتګ لپاره یې هم پیسې نه لرلې.

عام خلک بیا له حکومت او نړیوالو د درملو غوښتنه کوي.

دوی وایي، له بیوزلۍ دولتۍ روغتونونو ته د درملنې لپاره ورځي خو هلته هم درمل نشته او له همدې امله دوی اړ کېږي، چې په پور درمل واخلي.

عام خلک زیاتوي، په زیات شمېر ناروغان له ناچارۍ خپل ژوند له لاسه ورکوي، ځکه دولتي روغتونونو کې درمل نشته او دوی د درملو د اخیستو توان نه لري.

Comments are closed.

koi finance