The news is by your side.

سلام ضعیف: د یو افغان په حیث پر پاکستان هېڅ باور نشم کولای

خبریال وېب پاڼه: په پاکستان کې د تالبانو پخوانی سفیر عبدال سلام ضعیف وایي، چې پر پاکستان باید هېڅ باور ونشي.

نوموړی وایي دی خپله د یو افغان په صفت پر پاکستان یو ساعت هم باور نشي کولای.

هغه دغه راز په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، چې افغانان باید په هر چا باور ونکړي او په سیاست کې خوشباوري ساده ‌توب دی.

بل لورته بیا د تالبانو ویاند ذ مجاهد هم له يوې نړیوالې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې پاکستان کې اسلامي نظام شتون نه لري.

هغه زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت اوسنی چوکاټ اسلامي نه دی او هغوی ته اسلام هېڅ ارزښت نه لري.

نوموړي په خپله مرکه کې ویلي، چې پاکستانیانو ته پیسې مهمې دي او نور هېڅ د اسلام په کیسه کې نه دي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د پاکستاني تالبانو تحریک يا ټي ټي پي هم د پاکستان له حکومت سره یو میاشتنی هغه اوربند چې د افغان تالبانو په منځګړتوب رامنځته شوی وو پای ته ورسوه.

ټي تي پي دا هم ویلي وو، چې دوی پاکستان کې هم د افغانستان په څېر اسلامي حکومت غواړي او د دې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

دوی زیاته کړې وه، چې  پاکستانی حکومت به کرار کېناستو او دغه راز د آرام ساه اخیستو ته پرېنږدي.

د پاکستاني تالبانو د تحریک له لوري تېره ورځ په ټوېټر کې يو ويډيوي پيغام هم خپور شوی وو، چې په کې د دغه ډلې یو مشر نور ولي محسود ادعا کوي، چې ډله يې د افغان تالبانو یوه څانګه ده.

خو د ا. ا. ا بیا عرب نیوز ته د نور ولي محسود دغه ادعاوې رد کړي دي.

ذ م جاهد ویلي، چې دوی د افغان طالبانو برخه نه دي او نه هم د افغانستان ا. ا دغه ډول اهداف لري.

Comments are closed.