The news is by your side.

ذ مجاهد: اسلامي هېوادونو دې د تالبانو حکومت په رسميت وپېژني

خبریال وېب پاڼه: په افغانستان کې نوی د تالبانو حاکم حکومت لا هېڅ هېواد په رسمیت نه پېژني.

تازه د تالبانو ویاند ذ، مجاهد له يوې نړیوالې رسنۍ سره په مرکه کې له اسلامي هېوادونو غوښتي چې دوی په رسمیت وپېژني.

هغه ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه په جوړېدو ده، نو له همدې امله له ټولو اسلامي هېوادونو غواړي، چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د ذ، مجاهد په خبره دوی له ټولو اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي، نو له همدې امله د یاد سازمان غړو هېوادونو ته په کار ده، چې له افغانستان سره مرسته وکړي او دلته نوی جوړ شوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د تالبانو د حکومت له واک ته رسېدو شاوخوا څلور میاشتې کېږي، خو تر اوسه یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

د تالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیا په دې لټه کې دی، چې نړیوال د افغانستان د نوي حکومت رسمیت پېژندلو ته قانع کړي، خو تر دې دمه په دې برخه کې بریالي شوي نه دي.

په ورته وخت کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به هم نن او سبا په خپله غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه بحث وکړي.

دا غونډه د انګلستان په بندري ښار لیور پول کې جوړېږي.

په پام کې ده چې دې غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت، شمالي کوریا، اقلیمي بدلون او د لویدیځ بالکان پر مسایلو هم خبرې وشي.

د تعلیم په ګډون د ښځو حقوق او د یوه ټولشموله حکومت جوړول هغه موضوعات دي، چې د جي اووه ډلې د غړو په ګډون نړیواله ټولنه یې د طالبانو له حکومت څخه غواړي.

Comments are closed.