The news is by your side.

تالب چارواکي: له افغانیو پرته د پردیو پرکرنسۍ پېر او پلور جرم دی

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو د حکومت له راتلو وروسته افغان تر بل هر وخت له سخت اقتصادي ځوړ حالت سره مخ دی.

عام افغانان شاوخوا څلور میاشتې کېږي، چې له بېکارۍ او د توکو له لوړو بیو شکایتونه کوي، خو تر اوسه څومره چې تمه کېږي دې غږ ته لبیک نه دی ویل شوی، خو هیلې شته.

تازه د تالبانو حکومت د افغانیو د نرخ د ثابت ساتلو لپاره نوې پرېکړې کړې ده.

د تالبانو د ریاست الوزراء، مالیې وزارت، کورنیو چارو وزارت او د افغانستان بانک په ګډه په یوه ناسته کې پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به په هېواد کې ټوله راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کېږي.

د پرېکړې له مخې، د کورونو او هټیو کرایې او نورې راکړې ورکړې به په افغانیو ترسره کېږي او تر څنګ به یې هغه کسان جریمه کېږي، چې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوي.

په پرېکړه کې د ډالرو پر قاچاق هم کلک بندیز لګول شوی دی او سپارښتنه شوې،چې په دې چاره کې ښکېل کسان ونیسي او له قانون سره سم یې مجازات کړي.

د تالبانو حکومت داسې مهال په دغه اقداماتو لاس پورې کوي، چې د دوی په وینا ځینو مافیايي کړیو په وروستیو ورځو کې د ډالرو نرخ په بې مخینې توګه لوړ کړ او دې چارې د افغانستان پر بازار ناوړه اغېزه وکړه.

عام ولس له چارواکو د افغانیو د ثبات ساتلو ترڅنګ د خوراکي او سون توکو د بیو د کنټرول غوښتنه هم کوي.

دوی وایي د ډالرو د لوړ الوت د مخنیوي ترڅنګ دې تالبان د عام ولس دا غږ هم واوري او د خوراکي توکو بیې دې راټيټې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډالرو نرخ مخ په ځوړي دی، خو د خوراکي توکو په بیو کې کوم خاص توپير نه لیدل کېږي.

اوس وبه لیدل شي، چې تالبانو څومره د عام ولس په درد دوا کېږي او څومره به دوی بریالي شي، چې نرخونه کنټرول کړي؟

Comments are closed.

koi finance