قریشي پرتالب بې باوره شو وايي افغانستان د ترهه ګرو ځاله جوړیدای شي
خبریال ويب پاڼه/ پوره څلور مياشتې مخکې د پاکستان له ملاتړ څخه برخمن تالبان پر افغانستان واکمن شول او له هغه را وروسته د نړيوالو اندېښنې دادي چې افغانستان به يوځل بيا د نړيوالو ترهه ګرو ډلو لاس ته ولويږي، خو دا چې اوس پاکستان دا خبره تازه کړې نو شک پکښې له کومه شو؟
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان په اړه له حقايقو پرده پورته کړې او زياته کړې يې ده چې افغانستان ته دي نړيوال پاملرنه وکړي، ځکه چې غوره ده دا هېواد بيا خراب نه شي.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر قريشي په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو جوړیدونکی کنفرانس غيري معمولي بولي، او زياته يې کړه که نړۍ افغانستان ته دا ځل پاملرنه ونکړه نو کیدلای شي چې دا هېواد یوځل بیا د ترهه ګرو په ځاله بدل شي، چې لامل به يې د پاکستان په ګډون غربي نړۍ د کډوالو بهران سره مخ شي.
د پاکستان اسلام اباد غونډه کې د قريشي په وینا د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی هم شايد برخه واخلي.
نوموړي دا هم وويل د له دې غونډې يې موخه د افغانانو سره په سختو شرايطو کې مرسته کول دي.
د تالب او پاکستان د يارانې پای
پاکستان تر هغه وخته چې څو تالب ورته هدف ويست ملګری او د زړه سر وو، ولې اوس چې تالبان د يوه هېواد د اداره کولو ادعا لري نو پاکستان به د وخت په وتلو سره کرار ترې څنګ ته کيږي ان تر دې چې يو وخت به يو د بل دښمنان وي.
که څه هم د امريکا په ګډون تالبانو له خپلې واکمنۍ سره سم ټولې نړۍ ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد نه استعماليږي او د ترهه ګرو ډلو د نه ملاتړ خبره يې هم کړې وه، خو پاکستان اوس په غيري مستقيم ډول لګیا دی او د تالبانو پښې وهي په دې هرڅوک پوهيږي خو يوازي تالب دی چې نه پوهيږي.
Comments are closed.