The news is by your side.

تالبانو د امريکا کانګرس پريکړې ته چکچکې وکړې

خبريال ويب پاڼه/ پر داسې مهال افغانستان له هره طرفه د سقوط مرحله کې دی تالبان له مجبوريت د امريکا هرې پريکړې نڅيږي او د هرې خبرې ځواب يې په چکچکو بدرګه کوي، اوس تازه يوه خبره چې د کانګرس غړو له خولې راوتلې نه ده تالبانو یې په اړه له وخته لا ډير ښه او د ستاينې دريځ اعلان کړ.
د تالبانو د بهرنیو چارو وزارت په يوه خبره پاڼه کې د امريکا له کانګرس څخه خوښي څرګنده کړې چې د دوی د غوښتنې سره سم يې ږغ اوچت کړی په دې برخه کې د تالبانو د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په يوه بيان کې ويلي چې دا ږغ بايد ټوله نړۍ اوچت کړي او د دوی د امریکا د کانګرس د يو شمېر غړو چې د افغانستان د کنګل شويو پيسو د خلاصون غوښتنه يې کړې هرکلی کوي.
بلخي ويلي چې دا ږغ بايد ټول نړيوال اوچت کړي، د امريکا د کانګرس يو شمېر غړو د يوه ليک په وسيله د امريکا له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتنې چې د اقتصادي او بشري بهران د مخنيوي په موخه دي د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي هغوی دا هم ويلي چې په دې چاره سره دي تالبانو ته مشروعیت نه ورکول کېږي.
خو د دې څرګندونو په هکله تراوسه امريکايي دولت کوم دريځ نه دی نيولی، خو سپینې ماڼۍ په څو څو ځله په ټينګار سره ويلي چې دوی د افغانستان کنګل شوې پيسې نه خلاصوي او نه هم کوم داسې پلان لري.
تالبان په دې وروستيو کې د خپل مشروعيت او امريکا څخه د پيسو د ترلاسه کولو لپاره خورا په تلاش کې دي خو کوښښونو يې تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې.
ملګري ملتونه او نور نهادونو خبر ورکوي که چيرې له افغانانو سره بشري مرستې ونه شي نو ليري نه ده چې دې هېواد کې به يو لوی بشري ناورين رامنځته ته شي ځکه په وينا يې چې سخت ژمی بې کاري فقر او اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زياتيږي او ستونزې زېږوي.

Comments are closed.