تالبانو د چا له پیسو کلنۍ بودجه چمتو کړې

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو حکومت د راتلوونکي مالي کال لپاره د بودجې د ترتيب خبر ورکړی، او ويلي يې دي چې ډير ژر به د وزيرانو شورا ته د تصويب لپاره ولاړه شي.
تالبانو ادعا کړې چې په دې بودجه کې پر بهرنيو مرستو تکيه نه ډه شوې او څه مصارفات چې دي نو د افغانستان په کور دننه مصارفو څخه اخيستل شوي، د تالبانو د مالیې وزارت په خپل بيان کې ويلي چې د کلنۍ بودجې طرحه نهايي شوې او د تصويب لپاره به ډير ژر د وزيرانو شورا ته وليږدول شي.
د‌ماليې وزارت په خبره دې بودجه کې لږ خو بنسټيزې پروژې په پام کې نيول شوې دي چې کارونه به يې بشپړ شي، دوی دا مالومات نه دي ورکړي چې څو ميليارده افغانۍ بودجه يې د کلنيو مصارفو لپاره ځانګړې کړې.
تالبانو خپله بودجه څنګه چمتو کړه
له یوه لوري د کدري مسلکي کسانو نشت او له بله پلوه د افغانستان مخ پر ځوړ اقتصادي حالت او داسې نورې ستونزې هغه څه دي چې اوس افغان ملت ورسره لاس او ګريوان دی.
تالبان د ملت پر غاړه پښه ږدي او خپله کلنۍ بودجه اعلانوي چې د دوی دا پيسې به يا له پاکستان او یا هم د افغان غريب له کوره وي چې په مالياتو کې به يې ترې اخیستې وي.
تالبان خدمات نه وړاندې کوي خو ماليات غواړي
دولتونه لومړی بايد ملتونو ته خدمات وړاندې کړي او له هغه وروسته د ملت دا مکلفیت دی چې دولت ته ماليه ورکړي ځکه دا د يوه ځنجير حيثيت دی چې هېوادونه پرمختګ کوي خو ډ تالبانو له لوري افغان ملت خدمات صفر اما ماليات ډير لوړ دي چې دا به د دې مظلوم ملت ملا ماته کړي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro