The news is by your side.

هند ښه پريکړه کړې خو د تالبانو نازولی پاکستان خنډونه جوړوي

خبريال ويب پاڼه/ هند تر دې وړاندې هم د افغانستان په هکله ښې پريکړې وې ولې دوه مخې پاکستان خنډونه جوړول.
اوس تازه یو ځل بیا هند چمتوالی ښودلی چې له افغانستان سره نورې مرستې هم کوي خو په دې کې د پاکستان رضايت ضروري دی، هند ويلي چې په دې مرستو کې غنم او طيبي توکې شامل دې چې دوی به يې له افغانستان سره وکړي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت په خپله اونيزه غونډه کې څرګنده کړې چې دوی د پاکستان د خاورې څخه دا مرسته غواړي له افغانستان سره وکړي او په همدې موخه له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند، اريندم پاکچي په خپلو څرګندونو کې ويلي چې په دې توکو کې پنځوس زره ميټريکه ټنه غم طيبي توکي او نور شامل دي.
پوښتنه دا ده چې وړاندې هند داسې مواد د ايران د چابهار له لارې ليږدول خو اوس يې و نه ويل چې دوی ولې دا لاره نه کاروي.
افغانستان که هر څومره بد وضعيت کې وي د دې هېواد ناوړه ګاونډی پاکستان هيڅ باک نه پرې کوي خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې بشري بهران ورځ تر بلې د خطرناک کيدلو په حال کې دی، ځکه د ملګرې ملتونه د تازه راپورونو له مخې افغانستان کې ۲۳ ميليونه انسانان د ولږي له خطر سره مخ دي او مرستو ته اړتيا لري، دا شمېره د افغانستان د نفوس تر نيمايي زياته برخه جوړوي.
پاکستان به څه وکړي؟
پاکستان د تاريخ په اوږدو کې دوه مخی درواغجن او دوکه باز هېواد ختلی تر دې وړاندې هم کله چې هند د افغانستان سره مرسته کوله پاکستان اجازه نه ورکوله چې د دوی له خاورې دي دا مرسته اړمنو افغانانو ته ورسیږي، ځکه نو اوس هم داسې فکر کېږي چې پاکستان به د هند د دې مرستې په هکله همداسې خنډونه جوړ کړي.
که څه پاکستان څو ځله پر نړیوالو ږغ کړی چې افغانستان سره مرستې وکړي خو تراوسه پورې يې خپله هيڅ هم نه دي کړې

Comments are closed.

koi finance