The news is by your side.

د امريکا کانګرس د کنګل پيسو په هکله تازه پریکړه وکړه

خبريال ويب پاڼه/ همدا د خبرونو سرټکي کيدلی شي د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو خورا لوی بهران زيږولی او همدا وجه ده چې اوس مهال ټول افغانان له اقتصادي او بشري ناورين سره لاس او ګریوان دي.
تر اوسه پورې امريکا هیڅ نه دي ويلي چې دوی به دا پیسې خلاصې کړي، خو د کانګرس غړو یوه تازه بیان کې د افغانستان د کنګل شويو پيسو د خلاصون غوښتنه کړې.
د کانګرس غړو د خپلو خبرو په لړ کې ويلي چې په تيرو شلو کلونو کې د افغانستان خلکو د امريکا سره ترڅنګ مبارزه وکړه خو اوس له قحطي او سقوط سره مخ دي، هغوی په یوه لیک کې چې د امريکا مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو ته يې استولی ویلي په افغانستان کې دي د بشري وضعيت په هکله قاطع و اوسي.
د کانګرس دې غړو له ولسمشر جو بايډن څخه غوښتي چې د قحطۍ په دې درشل کې دي د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادي کړي او په دې ډول دي له افغانانو سره مرسته وکړي.
د کانګرس غړو پر ډې ټينګار کړی چې امريکا دي له افغانانو سره مرستې وکړي ولې تالبانو ته دي مشروعيت نه ورکوي ځکه داسې لارې چارې شته چې له افغانانو سره مرسته وشي ولې تالبانو ته پکې مشروعيت نه وي.
بايډن ته څرګنده شوې چې ۱۸,۴ ميليونه افغانان په اوس وخت کې بيړنيو مرستو ته اړتيا لري چې بايد ورته ورسول شي.
تراوسه پورې د کانګرس د دې ليک په هکله د امریکا دولت رسمي تبصره نه ده کړې او نه هم شايد څه ووايي ځکه داسې ښکاري چې امریکا به په اسانۍ سره هيڅکله هم د افغانستان کنګل شتمني آزاده نه کړي.
سپینې ماڼۍ څو ځله ويلي چې دوی هيڅ داسې اراده نلري چې د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ ازادي کړي خو نړیوال او په کور دننه کې بيا پر امريکا فشار دی چې د افغانستان د وضعيت د ښه والي لپاره بايد دا ګام پورته شي.
تالبانو هم څو ځله له امريکا د افغانستان د پیسو د ازادولو غوښتنه کړې خو امريکا به يې تل په مقابل کې د نه ځواب ورکړی که امريکا دا کار ونکړي له افغانانو سره سره تالبان هم تبا دي.
په دې وروستيو کې د افغانۍ ارزښت په کميدو او ډالر د بيې په لوړيدو عام افغانان نور هم ناهيلي او زړه ماتي کړي دي

Comments are closed.