پاکستان کونړ په راکيټونو ويشتی، تالبه اوس څه کوې؟

خبريال ويب پاڼه/ له تیرو څو کلونو را په دې خوا مکار پاکستان د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې چې ورسره نژدې دي راکيټي بریدونه کول خو دا بريدونه د جمهوريت او اوس د تالبانو د راتګ سره ودريدل.
خو راپورونه وايي چې د پاکستاني مليشه له لوري د راکيټونو غورځولو لړۍ یو ځل بیا پيل شوې او د دې ولايت د شلطن ولسوالۍ يو شمېر سیمې يې په نښه کړې.
تر دې وړاندې د دې بريدونو په هکله يوازي دومره اوازې وې چې ډرون برید شوی او د پاکستاني تالبانو يو مشر پکښي په نښه شوی خو اوس تالبانو ویلي چې دا درون برید نه بلکې د پاکستان ملېشه وو راکټي بريدونه ول.
سيمه ايز خلک بيا وايي چې پاکستانيان په دې چاره هر وخت غواړي چې حالت خراب او خپلې پوستې را مخ ته کړي تر اوسه پورې د دې راکیټي بریدونو په هکله څه نه دي ویل شوي خو تلفات ځکه نلري چې توغندي په یوه غرنۍ سيمه کې لګيدلي دي.
تالبان او سرحدونه
کله چې موده مخکې ايراني پوځيانو د تالبانو د توقع خلاف کار وکړ نو دوی ورسره لويه جګړه وکړه او سم يې کړه خو په دې برخه کې تر ټولو مهم پاکستان دی چې بايد ښه درس ورته ورکړل شي خو څوک به يې ورکړي.
پاکستان له تالبانو سره نه پرې کيدونکي اړيکې لري او تل يې ملاتړي وو، خو دا چې کله د دوی دت ملګري په افغانستان کې دولت شو نو پاکستان خپل دوه مخی عادت هرو مرو کوي او ورته خنډونه جوړوي.
اوس به موږ تالب ته وګورو چې دوی د پاکستان په وړاندې څومره په جديت او غيرت سره دریږي.
ايا د راکیټي بريدونو ځواب به يې ورکړي ايا له ډاره به ږغ ونکړي او که نورې خبرې.
پاکستان هڅه او کوښښ کوي تر څو په دې بدو شرايطو کې پر قبايلي سيمو باندې خپلو موخو ته ځان ورسوي تر اوسه پورې دومره خر پیدا نشو چې د پاکستان د دې ناروا عمل مخه ونيسي په تالب کې بيا د دې کار ځواک هيڅ نه لیدل کیږي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More