The news is by your side.

تالبانو هغه خبره ومنله، چې نه یې منله؛ پراخ بنسټه حکومت

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو د حکومت له راتګ وروسته په لوړو او ټیټو څوکیو مولویان مقرر شوي.

د نظرخاوندان او عام ولس له همدې امله نیوکه لري، چې دوی یواځې تالبي حکومت جوړوي نه ټولشموله، خو دا خبره تالب چارواکو نه منله او تل به یې ادعا کوله، چې سرپرست حکومت یې ټولشموله دی.

تازه د تالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال مولوي، ش الرحمن ح نفي منلې، چې دوی د یو پراخ بنسټه او د متخصص حکومت جوړولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

نوموړی وایي په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

دا لومړی ځل دی، چې تالبان په دې قانع کېږي، چې حکومت یې ټولشموله نه دی او ژر به حکومت ټولشموله کړي.

بهرنیو رسنیو د مولوي عبدالسلام حنفي له قوله لیکلي، چې ژر به په ټول هېواد د نجونو پر وړاندې د زده کړو مسئله حل شي، خو مشخصه نېټه یې نه ده ښودلې.

( ژر ) کلیمه له کلونو راهیسې افغان ولس د خپلو هیلو پر وړاندې خنډ بولي او وایي، افغانستان کې د ژر کلیمه ورکه او د هيلو د خاورې کېدو په معنی ده.

تازه نن په کابل کې ګڼو مېرمنو په همدې تړاو لاریون کړی، چې تالبان دې دوی ته دکار، زده کړې، او سیاسي برخو کې د ګډون حق ورکړي.

دوی وایي که یې حقوق ورنکړل شي، نو خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

له لومړۍ ورځې راهیسې، چې تالبان راغلي او په څوکیو مولویان مقرروي عام ولس دا غوښتنه کوي، چې افغانستان یواځې د تالبانو نه بلکې د ټول ولس دی.

دوی وايي، د مېرمنو ترڅنګ دې د تېر حکومت ځوان کادرونه هم په لوړو څوکیو مقرر شي، چې حکومتي دستګاه کنټرول او سمه روانه کړي.

افغان سیاسیون هم د تالبانو سرپرسته کابینه ټولشموله نه بولي.

دوی وایي، په دې کې مېرمنې او د تېر حکومت کادرونه نشته او دا هغه څه دي، چې ښايي دوی په رسمیت هم ونه پېژندل شي.

Comments are closed.