حمدالله محب له سقوط وروسته سکوت مات کړ

خبریال وېب پاڼه: د افغانستان د تېر حکومت له پرځېدو سره سم ولسمشر غني او د هغه وخت یو شمېر لوړپوړو چارواکو افغان ولس پرېښود او بېلابېلو هېوادونو ته لاړل.

که څه هم د سقوط له مودې څلور میاشتې تېرېږي، خو د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب څلور میاشتې وروسته خپل سکوت مات کړ.

هغه په لومړي ځل له آزادي رادیو سره په يوه مرکه کې را څر ګند شو.

د هغه پوره مرکه لا نه ده خپره شوې، خو یواځې د مرکې لنډه وېډیو خپره شوې ده.

په ویډېو کې حمد الله محب د خپل سکوت او د تېر حکومت د سقوط لامل  په ډاګه کوي.

نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان له سقوط وروسته تر اوسه پورې ولې خاموشه وې؟ وایي: (( هر څه ډېر ژر بدل شو، ځکه غلی وم، چې په خپلو اشتباهاتو فکر وکړم، او احساسات لوړ وو، ولس هم خواشینی وو او موږ هم، په دې مې فکر کاوه، چې ولس ته څه ځواب ورکړم.))

حمدالله محب د افغانستان په تېر حکومت کې د ملي امنیت سلاکار و.

د هغه پر اوږو ډېر دروند بار پروت و، چې د سقوط نه وروسته پر نوموړي سختې نیوکې هم له همدې امله کېږي.

پوره مرکه لا نه ده خپره شوې.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More