The news is by your side.

کترینه کیف ته د بالیووډ د ستورو ګران بیه ډالۍ

خبریال وېب پاڼه: د هندي سینما بالیووډ مشهور فلمي ستورو کترینه کیف په ګران بیه ډالیو ونازوله.

په دې ستورو کې سلمان خان هم شامل دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې که څه هم کترینه کیف خپل واده ته سلمان خان نه وو وربللی، خو ده په زړه پورې ډالۍ ورکړه.

سلمان خان، رنبیر کپور، چې دواړه د کترینه کیف ملګري وو، شاه رخ خان، ریتيک روشن، تاپسي پنو، انوشکا شرما او د کترینه کیف خاوند ویکي کوشل هغه کسان دي، چې ګران بيه ډالۍ ګانې يې کترینه ته ډالۍ کړې.

سلمان خان د ۳۰ ملیونه کلدارو موټر.

رنبیر کپور د ۲۰ ملیونه هندې کلدارو غاړکۍ.

شاهرخ خان د ۲ نیم لکه هندي کلدارو رسامي ورته ډالۍ کړي.

انوشکا شرما د ۶۰۰ زره هندي کلدارو غوږوالۍ.

ریتیک روشن د ۳۰۰ زرو هندي کلدارو موټرسایکل.

تاپسي پنو د ۱۵۰ زره هندۍ کلدارو غاړکۍ.

او خپل خاوند یې ویکي کوشل د ۱۰ ملیونه کلدارو ګوتمۍ ورته د واده په ډالۍ کې ورکړي دي.

د یادونې ده، چې کترینه کیف څو ورځې وړاندې د روان دسمبر میاشتې په ۹ مه نېټه له ویکي کوشل سره واده وکړ.

د راپورونو له مخې د هغې پر واده شاوخوا ۸۰ کروړه هندۍ کلدارې مصرف شوې وې.

سلمان خان داسې مهال دا ډالۍ ورکوي، چې څه موده وړاندې یې په یوه واده کې کترینه کیف ته ویلي وو، چې کترینه کیف د ( کترینه خان ) چانس له لاسه ورکړ.

Comments are closed.