The news is by your side.

ننګرهار: ناپېژاندو کسانو په چړو د یوې کورنۍ ۴ غړي شهیدان کړي

خبریال وېب پاڼه: ناپېژاندو کسانو د ننګرهار ولایت په ښیوې ولسوالۍ کې پر یوه کور برید کړی او د هغې کورنۍ ۵ غړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خبریال وېب پاڼې ته د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې پېښه تېره شپه د ښېوې ولسوالۍ په شګۍ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې برید کوونکي پر کور اوښتې او وروسته د کور د خاوند او برید کوونکو ترمنځ نښته شوې.

سرچینې ویلي، چې نښته وسله واله نه بلکې په تبر او چړو شوې، چې له امله یې د هغې کورنۍ ۴ غړي شهیدان شوي او یو بل یې سخت ټپي دی.

د سرچینې په خبره بریدګرو له ځان سره تبرونه او چړې راوړې وې او یادې کورنۍ غړي یې پر همدې وسیلو شهیدان کړي.

په شهید شویو کسانو کې یوه مېرمن او یو ماشوم هم شامل دي.

سرچینه وایي په شهید شویو کسانو کې هغه زلمی هم شامل دی، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې واده کړی وو.

بل لورته بیا د یادې ولسوالۍ ځایي مسوولان هم پېښه مني، خو له جزیاتو ورکولو ډډه کوي.

دوی وایي د پېښې لامل لا نه دی څرګند خو په خبره یې په دې تړاو یې پلټنې پيل کړي.

د تالبانو په راتګ سره له یوه لوري بېکاري او بېوزلي بل لورته د مرموزو وژنو له امله عام خلک سخت اندېښمن دي.

دوی وایي، که حالت همداسې دوام ولري، ښايي ډېری خلک په قاچاقي لارو د هېواد پرېښودو ته اړ شي.

Comments are closed.