The news is by your side.

تالب، پاکستاني پوځي ته، ستاسو جګړې ته دومره خوشال يو لکه يهودو سره

خبريال ويب پاڼه/ په عمومي ډول د تالبانو هر جنګيالی افغان دی خو پالیسي يې پاکستانۍ ده هر تالب جنګيالی چې په افغانستان کې نړۍ ته راغلی وي او بيا يې دلته روزنه ليدلې وي نو په طبعي ډول به یې له پاکستانه هرومرو به کيږي.
پر ټولنيزو رسنيو باندې يو شمېر انځورونه او ویډیو وي لاس پر لاس کیږي چې د تالبانو جنګيالي د ننګرهار ولايت يوې سرحدي سيمې ته تللي او هلته يې د پاکستاني ملېشه وو، څخه زيات پوځي شیان هم نيولي.
او په همدې مهال داسې ښکاري چې يو تالب قوماندان په جرت سره يو پاکستاني پوځي ته سخت ګواښ کوي او هغوی ته وايي چې ځان اصلاح کړي،
ويل کيږي چې ياد تالب قوماندان د ننګرهار د امنيت رييس دی هغه پاکستاني عسکرو ته وويل:
تاسې زموږ ډير حساب دی، له دې ځای نه تش رفع حاجت هم ونکړئ، زه درته خط کشوم که لږ غلطي هم وکړئ نو بیا موږ ستاسو جګړې ته دومره خوشحاليږي لکه يهودو سره جګړې ته، زه به راځم ځکه چې زما وطن دی او ته به نه راځې.
پاکستان سره مبارزه که چيري تالب خپله تګلاره وګڼي او له دې هېواده خپله ازادي واخلي نو ليري نه ده چې هم به حکومت قوي وي او هم به د لوی عظيم ملت افغانستان ملاتړ ورسره وي، تالب دي يوازي د خپل ملت پر غوښتنو ولاړ شي او عمل دي پرې وکړي بیا بریالی کيدلی شي.
د پاکستان په اړه باور څه دی
داسې باور موجود دی چې کیدلای شي پاکستاني عسکر ته ګواښوونکی تالب د پاکستان په فرمايش ډير ژر له دندې ليري شي ځکه پاکستان اوس پر افغانستان حاکمیت چلوي او خپل هيڅ مخالف نه پريږدي، که چيري تالب دا هم وکړي نو د ناکامۍ لاملونه يې نور هم زیاتیږي يوازي د پاکستان په وړاندې ننګه تالب د ملت غیږې ته را ټېل وهلی شي خو که دا چاره نه وي نو بيا شونې نه ده چې د تالب پر اوسنيو اعمالو ملت هضم وکړي.
ملت اوس د نورو ټولو خدماتو سره سره له تالبه غواړي سرحدونه وساتي له پاکستان سره جديت غوره کړي او اقتصاد ښه کړي خو دا ډيره ليري خبره ده چې د ملت غوښتنې به منل کيږي

Comments are closed.