The news is by your side.

کابل کې د امریکا پر ضد د تالبانو فرمایشي لاریون

خبریال وېب پاڼه: په کابل کې سلګونه ځوانانو د امریکا ضد لاریون ترسره کړ.

دا ډله ځوانان، چې د تالبانو له لوري را بلل شوي وو، په کابل ښار کې د امریکا له سفارت سره نږدې یې د دغه هېواد پر ضد شعارونه ورکول.

دوی په خپلو شعارونو کې له امریکا غوښتنه کوله، چې ژر تر ژره دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

دوی وایي چې امریکا په غیر قانوني توګه د افغانستان د خلکو شتمني کنګل کړې ده او دا کار دوی ته د منلو نه دی.

لاریون کوونکي وايي د امریکا د اقتصادي بندیزونو له امله افغانان له ستونزو سره مخ دي نو له همدې امله دې امریکا خپل بندیزونه لرې کړي او نړیوالو ته په هم په کار ده چې امریکا د افغانستان د شتمنیو ازادولو ته اړ کړي.

امریکا هغه مهال د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړه، چې تالبان واک ته ورسېدل او تر دې دمه د دې شتمنۍ پر کنګل کولو ټینګار کوي.

بل لورته بیا ځینو سرچینو ویلې، چې دا لاریون د تالبانو له لوري رابلل شوی وو او د دوی په فرمایش پکې شعارونه ورکول کېدل.

سرچینې زیاتوي، چې د دې لاریون د تالبانو د بهرنیو چارو وزارت ورکړی او مشري یې عباس ستانکزي کوله.

بل لورته بیا عام افغانان یوځل بیا له هغو ځوانانو چې په دې لاریون کې ګډون کړی غواړي، چې  نه باید د بل د لاس اله وګرځي او د تېر په ځېر لکه وسایلو وکارېږي.

ځينې بیا په دې باور دي، چې تالبان هم هڅه کوي له ولس نه په ګټنې پر نړیوالو په یو ډول فشار وارد کړي څو خپلې موخې ته ځان ورسوي.

Comments are closed.

koi finance