د جمهوريت ړنګولو کې، محب او د ای ايس ای مشر يو رقم ونډه درلوده
خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان د ملي پوځ ړنکول، د سیستم نړول او همدارنګه د لوړو څوکيو خرڅول د محب کار وو.
په دې تړاو د افغانستان د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال فرید احمدي تازه څرګندونې کړې او د نظام په ړنګولو باندې يې د هغه وخت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب تورن کړ.
جنرال فرید احمدي په خپلو خبروکې چې رسنيو سره کړې ويلي، د جمهوريت په ړنګولو کې چې څومره رول د پاکستان د ای ايس ای مشر درلود همدومره حمدالله محب هم درلود، نوموړي زياته کړې چې د امنيتي ځواکونو د تاکتيکي شاتګ امر به يوازي له امنيت شورا ورکول کیدی.
تراوسه پورې پر حمدالله محب باندې ټول شکيان دي چې ايا دی خو به د تالبانو شريک نه وو.
د ځانګړو ځواکونو دې قوماندان وويل هر وخت چې به دوی ته د پشا تګ امر وشو چې و به يې کتل نو هغه به له امنيت شورا څخه شوی وو.
حمدالله محب د افغانستان د ملي امینت سلا کار او د هغه د ولسمشر اشرف غني یو له باور مندو کسانو څخه وو، محب د خپل کاري دورې په ټوله موده کې څومره چې لازمه او مهمه وه وطن خلکو او ملت ته سم ثابت نه شو او یوازي يې د خپلې بقا لپاره هڅه پيل کړې وه، يو شمېر سیاسي بنسټونو کله چې جمهوريت واکمن هم وو، نر اشرف غني باندې د محب او فضلي غونډي د کسانو را ټوليدنه د هېواد لپاره ښه نه وه بللې.
. حمدالله محب لکه څنګه چې د پوځ دې جنرال تعريف کړی سم يې تعريف کړی او داسې کسان به د تاريخ په بې رحمه پاڼو په ډيرو بدو نومونو وليکل شي.،
Comments are closed.