The news is by your side.

پوتين د امريکا مقابل کې د نظامي ځواک ګواښ وکړ

خبريال ويب پاڼه/ د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې د امريکا له ټولو کړنو سر و ټکاوه او زياته يې کړه چې روسیه به يې په وړاندې ودريږي.
پوتين وويل چې د دوی هېواد به د امريکا د غيري دوستانه مناسباتو په وړاندې غبرګون کې نظامي او فني تدابير ونيسي.
پوتین له خپل دفاع وزیر سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دوی هڅې روانې کړې دي او زياته يې کړه چې دوی به د خپل پوځ په عصري وسلو سمبالولو ته دوام ورکړي.
پوتين د خپلو خبرو په لړ کې د ټولې نړۍ نظامي وضعيت اندېښنموونکی وباله او زياته يې کړه چې دوی خپل چمتوالی لري.
د روسیې ولسمشر په اروپا کې د امريکا اقدامات پاروونکې وبلل او زياته يې کړه چې د روسيې پولو ته څېرمه د امريکا د دفاعي توغنديز سيستم نصبول دوی اندېښمن کړي دي.
روسیې پر داسې مهال امريکا د نظامي ګواښوونې اخطار ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرۍ زياتې شوې او د موضوع اصل محور اوس مهال اوکراين دی.
روسیه ښايي له اوکراین سره ډير ژر په جګړه کې ښکېله شي خو امريکا بيا دې ته چمتوالی لري چې د اوکراین ننګه وکړي ځکه نو امکان ډير لري چې د دواړو لويو قدرت هېوادونو ترمنځ يوڅه رامنځته ته شي امريکا د اوکراين هېواد د پوځ د پیاوړتیا لپاره ګامونه پورته کوي او روسيې بيا خپل ځواکونه د اوکراين پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړي دي تر څو جګړې ته نژدې او ښه چمتوالی ولري.
امريکا په وروستي اقدام سره د او کراین پوځ لپاره هغه وسلې مهمات ټانکونه او الوتکې ځانګړې کړې چې افغان پوځ ته يې ورکولې آمريکا وويل چې دوی ته لومړيتوب د افغانستان پوځ درلود خو کله چې دا پوځ له منځه ولاړی نو اوس لازمه ده چې د خپلو نورو ملګرو او متحدینو سره مرسته وکړي.

Comments are closed.