واشنکټن پوسټ؛ تالبانو نېژدې لس زره پاکستانیانو ته افغان تابعیت ورکړی‌

خبریال وېبپاڼه/ واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپل یوه لوی وروستي رپوټ کې ویلي چې په تیرو څلورو میاشتو کې له پاکستان څخه په زرګونو طالب جنګیالي،‌ او د هغوي پاکستاني پلویان افغانستان ته تللي ‌او هلته د طالبانو د امنیتي او اداري لیکو د تقویې لپاره لاس په کار شوي دي.‌
په رپوټ کې راغلي‌ چې د طالبانو په نظامي روزنیزو مرکزونو کې ډیرهغه کسان روزل کیږي چې تازه له پاکستان څخه را غلي او د پولیسو په لیکو کې جزب شوي‌ دي‌.
همدارنګه یو شمیر د طالبانو پلویان، ملایان او د مدرسو طالبان هم افغانستان ته تللي او د طالبانو په بیلا بیلو ادارو کې جزب شوي‌ دي.‌
د ورځپاڼې په حواله چې اوس له پاکستان څخه د طالبانو ټول نظامي مرکزونه افغانستان ته انتقال شوي او هلته پکې د افغان ځوانانو د جلب او جزب تر څنګ ورغلي‌ پاکستانیان هم روزنه تر لاسه کوي.
واشنګټن پوست ورځپاڼې له یو شمیر پخوانیو او اوسنیو هغوو طالب جګپوړو چارواکو چې پاکستان او افغانستان کې میشت دي مرکې کړي او د هغوی له خولې یې دغه رپوت چمتو کړی دی.‌
په پاکستان کې د جلب او جزب د برخې یوه پاکستاني طالب جنګیالي واشګټن پوست ته د نوم نه ښودلو په صورت کې ویلی چې له دوی څخه غوښتل شوي چې افغانستان ته ولاړ شي او هلته به دوی ته د دایمي استوګنی اسناد او تابعت ورکړل شي.‌
د ورځپاڼې په حواله چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د طالب جنګیالیو د تګ راتګ، تعلیم او درمنلې کیسه کومه نوې خبره نده؛ خو په دې وروستیو کې پر تګ راتګ کې د پام وړ بدلون راغلی.
که څه هم د افغانستان پخواني حکومت تل دا خبره کوله چې پاکستان د طالبانو د روزلو او هغوی ته د ځای ورکولو برخه کې مرسته او ملاتړ کوي؛ خو پاکستانیو چارواکو دا خبره تل رد کړې ده.
په رپوټ کې د یوه طالب قومندان له خولې لیکل شوي‌ چې د طالبانو د جنګیالیو شمیر شاوخوا ۷۵ زره دی چې په دې ورستیو کې له پاکستان څخه له پنځو څخه تر لس زره پورې نور هغه کسان چې د طالبانو سره راجسټر نه وو نظامي لیکو ته ورغلي.‌
د پاکستان د خارجه وزارت یوه جګپوري چارواکي دا رد کړې چې ګنې په زرګونو طالبان افغانستان ته اوښتي
خو د قدرت الله په نامه یوه طالب جنګیالي ورځپانې ته ویلی چې مدرسې په بشپړه ډول خالي شوې او ملایانوو زده کوونکو ته رخصت ور کړی هغوی یې افغانستان ته لیږلي او درسونه یې هم په نیمه کې پاته شوي.
په رپوټ کې د یوه پخواني طالب له قوله لیکل شوي چې د طالبانو یوه لویه اشتباه دا وه چې دوی د پولیسو په لیکو کې خپل هغه پلویان جزب کړل چې هغوی په پاکستان کې اوسېدلي دي، د نوموړي‌ په خبره چې دا کیدای شي بد عواقب ولري او طالبانو باید خپلو هغو پلویانو او طالبانو ته حق ورکړی وای چې هغوی په افغانستان کې د دوی لپاره قرباني ورکړې ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More