The news is by your side.

تالبان الوتکو کې خپل کسان بهرنیو هیوادونو ته استوي د څه لپاره؟

خبريال ويب پاڼه/ د يوې بهرنۍ رسنۍ د‌ راپور له مخې دوی اونۍ کیږي چې تالبانو د‌ بهرنيانو د تخلیې ماموريت الوتنې بندي کړې او مقابل کې يې‌ دا ډله خپل‌ نژدې کسان په پروازونو کې بهرنیو هیوادونو ته استوي.
د ان‌بي سي نيوز د راپور له مخې له تيرو دوه اونیو په کابل کې تالبانو د تخلیې ماموريت پروازونه درولي، او خپل کسان په پروازونو کې ليږي.
د امريکا د کانګرس څخه سرچينې وايي چې د تالبانو جنګيالي او نژدې کسان د دې لپاره بهرنیو هیوادونو ته استول کيږي ترڅو هلته پيسې ترلاسه او حواله کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم منلې چې له کابله الوتني بندې شوې او هيله يې څرګنده کړه چې بيرته دا الوتني ډير ژر پيل شي.
راپور وایي چې تالبان له کابل تر دوحې پوري په الوتنو کې څو ځایه خپل کسانوته ځايونه پيداکوي او عربي هېوادونو ته يې ليږي.
تراوسه پورې په رسمي ډول تالبانو څه نه دي ويلي خو له وضعيت څخه داسې ښکاري چې په دې حالتونو کې هرڅه شوني دي تالبان په ټولیزه توګه له مالي ستونزو سره مخ دي او له بله پلوه پرې امريکا دې برخه کې کلک بنديزونه هم لګولي دي چې اوس تالبان ورسره مخ دي.
امريکا د تالبانو د راتګ سره سم پر افغانستان مالي بندیزونه ولګول او د دې هېواد نهه میلیارده ډالر پيسې يې کنګل کړلې چې اوس يې بيرته د نړيوالو له لوريو د خلاصون هڅه روانه ده.
تالبان د خپلو نفرو په ليږلو غواړي ښايي د پيسو ډيره کمه برخه ترلاسه کړي خو که چېرې امريکا خپل مالي بندیزونه لیري کړي بيا به دا ډله د يوه دولت په شکل کولای شي هرڅه ته لاس رسی ولري او ترلاسه يې کړي
د کنګل پيسو د خلاصون لپاره تالبانو هم پر امريکا څو ځله ږغ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادي کړي دوی وويل امريکا دا سزا افغان ملت ته ورکوي او په دوی هیڅ هم نه شي کولی

Comments are closed.