م،م د افغانانو د خوښۍ یو ستر اعلان کوي
خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان د اوسني وضعيت پر برابر ملګري ملتونو هڅې پيل کړې او ژر به يو عجبه اعلان وکړي.
تردې وړاندې ملګري ملتونو له نړۍ غوښتنه کړې وه، چې بايد له افغانانو سره مرسته وکړي او پيسې بايد تر ۴ نيم ميليارده کمې نه وي خو اوس دا اداره يو پلان جوړوي چې له مخې به يې تر دې زياتي دوه برابره پيسې د افغانستان لپاره برابرې کړي.
جزيات وايي د ملګري ملتونو اداره به غ روان کال د سمبالښت لپاره د ۸ ميليارده ډالرو پلان ولري چې د خدماتو په برخه کې به افغانستان ته ورکړل شي.
په دې پيسو سره به افغانان په ښوونځیو کې د ماشومانو روزنه، سالمو خوړو کار روزګار، له بهرنیو هېوادونو د بریښنا د پيسو تاديه او د حکومتولي سيستم رغونه شامله ده.
ويل کيږي چې دا هغه مرستې دي چې پر بشري مرستو سربيره به افغانانو ته ورکړل شي، د ملګري ملتونو ادارې هم ويلي چې افغانستان لا نورو مرستو ته اړتيا لري چې بايد ورسره وشي.
د تالبانو له راتګ را وروسته افغانستان په یوه بد اقتصادي حالت کې واقع دی او له دې سره سره امريکا د افغانستان نهه ميليارده ډالري بودجه هم کنګل کړې او داسې ښکاري چې ژر به يې نه کړي خلاصه ولې اوس د نړۍ زيات فشار دی پر امريکا چې د افغانستان د بشري او اقتصادي حالت د ښه کولو او افغان ولس لپاره دي دوی دا بودجه آزاده کړي خو امريکا تر اوسه په دې خبره هيڅ قناعت نه دی کړی، امريکا پر تالبانو تور پوري کړی چې خپلو ژمنو ته وفاداره نه دي ځکه دوی ورسره داسې کوي.
د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته وويل چې نړۍ دې د افغانانو پر حالت رحم وکړي او له دې هېواده سره دي مرسته وکړي هغه وويل چې د نورو مرستو سره سره بايد له افغانانو سره د نغدي پيسو مرسته هم وشي نوموړي پر امريکا باندي ږغ وکړ چې د افغانستان کنګل پيسې دي ازادي کړي
Comments are closed.