ګاونډی تر ګاونډي ازبکستان د‌ افغانستان په اړه ښه پريکړه وکړه

خبريال ويب پاڼه/ د ازبکستان دولت د‌ افغانستان په اړه ښه پريکړه وکړه او له دې هېواده سره د بشري مرستو د پيل خبر ورکړ.
د ازبکستان له لوري د افغانستان لپاره ځانګړې استازي عصمت الله ارګاشف وويل چې دوی له افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن دي او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي،
د عصمت الله په خبرو کې تر ټولو مهمه نقطه دا ول، چې دوی غواړي افغانستان د ټرانزيټ په مرکز بدل کړي او له دې هېواده سره په ټولو برخو کې همکارۍ زیاتې کړي.
عصمت الله ارګاشف په حيرتان‌بندر کې افغان لوري ته د بشري مرستو د تسليمي مراسمو کې وويل له ترمذ څخه مزارشريف،کابل تورخم او پيښور ترمنځ د ریل پټلۍ غځولو له لارې غواړي چې افغانستان د ټرانزيټ په يوه لوی مرکز بدل کړي، د افغانستان له لوري د تالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي وویل چې دوی د ريل پټلۍ د پروژې په ګډون د ازبکستان هېواد د ټولو پروژو ملاتړ او همکاري کوي.
بې شرف او باشرفه ګاونډيان
د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې د نړۍ په کچه بې شرفه هم شته او همدارنګه ډير باشرفه هم شته پاکستان د نړۍ په کچه په دوه مخيتوب او تروريستيت کې لومړی مقام لري چې د افغانستان ګاونډی او تر ټولو بې شرفه دی همدارنګه ايران هم دغسې ورسره وشمېرئ خو بل لورته ګاونډيان د دې بې وزله هېواد ډير باشرفه ګاونډيان هم‌ شته چې ډيري فايدې ورته رسوي په بده ورځ ورته په کار راځي او ورسره مرسته کوي.
لويه او مهمه خبره داده چې د افغانستان په اوسنيو حالاتو کې څوک ښه ثابت شي هغوی ښه دي ازبکستان په دې حساسو شرايطو کې ثابته کړه چې يو ښه او باشرفه ګاونډی دی او دادی له افغانستان سره مرستې وکړې او د ټرانزيټ په برخه کې يې مهمې ژمنې وکړې، خو په دې وخت کې بيا پاکستان د افغانستان له نومه په استفادې غواړي د ځان لپاره ډيره ګټه وکړي دا هېواد غواړي بيلابيلي غونډې راوغواړي او څه پيسې لاس ته راوړي د اسلامي همکاریو سازمان لويه غونډه چې اسلام اباد کې جوړه شوه د عمراخان له خبرو داسې څرګنده شوه چې دوی په خپله ګټه پسې دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro