The news is by your side.

تالبانو اعتراف وکړ چې سوداګر يې زورولي او هېواد وتلو ته يې مجبور کړي

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د صفوفو د تصفيې کميسيون په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې دوی زيات شمیر کسان د خلکو د زورولو په تور له دندو لیري کړي او يو شمېر يې نیولي هم دي د دې کمیسیون د‌ مالوماتو له مخې په دې کسانو کې يو شمېر ولایتي رئیسانو هم شامل دي.
دوی اعتراف کړی چې داسې کسان او تالبان شته چې سوداګر او پانګوال زوروي او له هېواده يې وتلو ته اړ باسي، دوی دا هم وويل چې د داسې قضيو پر وخت مخه نیول شوې.
د صفوفو کميسون زیاته کړه چې دوی تر اوسه له خپلو ليکو څخه ۱۸۹۵ کسان له دندو ليري کړي.
د تالبانو له ژمنتیا وو، څخه ډيری خلک ګيلې لري که څه هم د تير حکومت عسکرو ته عمومي عفوه شوې خو بيا هم د تالبانو له لوري په يوه او بل نوم زورول کيږي او عادي ژوند کولو ته نه پرېښودل کيږي.
تر دې وړاندې د بشر حقونو کميسيون او نورو بشري نهادونو پر تالبانو باندې تور پوري کړی چې په دې هېواد کې یې جنګي جنایتونه کړي او د تير حکومت عسکر يې وژلي خو تالبانو بيا دا ادعاوې رد کړې دي.
تراوسه پورې د تالبانو له واکمنۍ شاوخوا څلور مياشتې وزي او د دوی د واکمنۍ پر مهال ښځې، مدني فعالان د تير نظام عسکر قومي مشران‌او نور افغانان په نښه شوي او وژل شوي دي چې په دې وژني کې تر ډير بريده تالبان پړه بلل شوي.
افغانان‌ د خپل راتلوونکي په هکله لويه اندېښنه لري او وايي که حالات همداسې دوام وکړي نو ليري نه ده چې يوه بهران سره به مخ شي او راتلوونکی به يې له ستونزو سره مخ وي

Comments are closed.