The news is by your side.

پر کونړ پاکستانیانو د توپونو بمبار شروع کړی/ تالبان ولې غلي دي؟

خبریال وېب پاڼه: پاکستان پر کونړ د توپونو بمبار شروع کړی، خو تالبان لا هم غلي دي.

ځایي سرچینو خبریال وېب پاڼې ته وویلې، چې له نن سهاره تر اوسه پر کونړ شاوخوا سل توپونه راغلي دي.

سرچینه وایي، چې دا توپونه پر شلتن، سرکاڼو او ځینې نورو سیمو پاکستاني پوځ توغولي او په خبره یې اوس هم په وقفه يي ډول مرمۍ را روانې دي.

سرچینې وایي، چې ځایي خلک هم نور د پاکستان له توپونو په تنګ راغلي او له تالبانو د ورته عمل غوښتنه کوي.

تر اوسه په را توغول شویو توپونو کې د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي.

ځینې نورې سرچینې بیا وایي، چې په زیات شمېر تالبان هم یادې سیمې ته ورغلي او په خبره یې په سرکاڼو ولسوالۍ کې د باالمثل عمل خبر هم ورکړل شوی دی.

تالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې یې د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې پاکستانیو ځواکونو ته د اغزن سیم پر غزولو سخت ګواښونه وکړل او اغزن سیم یې ترې را وړ.

د یادونې ده، چې له کلونو راهیسې پر کونړ او د ننګرهار پر سرحدي سیمو پاکستاني ځواکونه توغندي توغوي، خو د افغان حکومت یې ځواب نه وایي.

اوس وبه لیدل شي، چې تالبان د پاکستانیو ځواکونو د دې عمل ځواب وایي او که نه؟

Comments are closed.