The news is by your side.

د تالبانو تر راتګ وړاندې د غني د وژل کيدو پلان افشا شو

خبريال ويب پاڼه/ د پرځول شوي حکومت مشر اشرف غني چې اوس ژوندی دی او له هېواده ليري په تبعيد کې ژوند کوي د واکمنۍ پر مهال يې د وژل کيدلو د پلان په هکله حقايق افشا شول.
شينواري وويل چې پنځه ورځې تر سقوط د افغانستان د ملي امنيت شورا د اشرف غني د وژل کيدو د پلان جزيات له امنيتي چارواکو سره شريک کړل.
جزيات وايي داسې اطلاعات ول چې زموږ د دوه مخې ګاونډي پاکستان استخبارات د ولسمشر اشرف غني د وژل کيدلو پلان لري.
د جمهوريت پرمهال د افغانستان د مسلحو قواو عمومي وياند جنرال عمر شينواري په خپله يوه تازه مرکه کې له هغه حقايقو پرده پورته کړې چې تراوسه هيچا هم نه دي اوريدلي.
اجمل عمر شينواري وويل پنځه ورځې د کابل تر سقوط مخکې اطلاع تر لاسه شوه چې د افغانستان د هغه مهال ولسمشر محمد اشرف غني وژل کیږي.
شينواري د خپلې مرکې په لړ کې روښانه کړه چې که څه هم د ولسمشر د وژل کيدلو د پلان کوم ثبوت نه وو خو اطلاعاتو ويل چې د غني په ګډون د حکومت د يو شمېر لوړ پوړو چارواکو ژوند له خطر سره مخ دی.
دې پوځي جنرال پر دې اعتراف وکړ چې په نظامي برخو کې ګمارنې د سياسي سليقو او فساد پر بنسټ کيدلې چې همدا د سقوط لوی لامل شو ولې و يې ويل چې نظامي چارواکو بايد له سياسي پاشلتيا وروسته د واک واګې په لاس کې اخيستې وای خو داسې ونه شو.
د تير اګست مياشتې په پنځلسمه نېټه تالبان کابل ته ننوتل او په دې ترتیب د هغه حکومت چې امريکا يې مستقیم ملاتړ کاوه شل کلنه واکمني پای ته ورسیده او يو ځل بیا تالبان واک ته ورسيدل.
که څه هم ډیری مالومات چې اوس وړاندې کيږي دادي چې د اشرف غني لپاره يوازينی انتخاب او پلان د هغه مرګ وو خو تالبانو بيا دا نه ده منلې چې دوی دي محمد اشرف غني له منځه وړی

Comments are closed.