The news is by your side.

وسله والو کسانو ۵ پاکستاني پوځیان هلاک کړل

خبریال وېب پاڼه: د پاکستان د کراچۍ ښار په محمود اباد ګېټ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر چاودنه شوې.

د لومړنیو راپورونو له مخې، یاده پېښه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د پوځیانو پر یو موټر شوی، چې ګڼ تلفات هم لري.
سرچینو وایي، تر اوسه په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ه معلومه.
دغه راز وسله‌والو په خیبر پښتونخوا کې ۲ پاکستان پوځیان هلاک کړي دي.
دا پېښه نن ماښام د خیبرپښتونخوا د باړې سیمې په جان خان کلي کې د پاکستان پر “ایف سي” ځواکونو شوې ده.
سرچینې وایي، چې په دې پېښه کې د ۲ پوځیانو د هلاک کېدو ترڅنګ یو بل مرګونی ټپي دی.

که څه هم تر اوسه د یاد برید مسؤلیت چا نه دی منلی؛ خو هلته د تحریک تالبان پاکستان ډله ډیری وخت دا ډول بریدونه ترسره کوي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې بلوچ بېلتونپالې ډلې کېچ ولسوالۍ کې ۵ پاکستاني پوځیان هلاک کړي.

یادې ډلې د بلوچستان په کیچ ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۵ پوځیان هلاک شوي او ۳ نور مرګوني ټپیان دي.

د یادې ډلې ویاند جنید بلوچ ویلي، چې د دوی ملګري کمین کې ناست و، چې د پاکستاني پوځیانو د ګزمې موټر پرې راغلی او د دوی له خونړي برید سره مخ شول.

پوځ هم یاد برید مني؛ خو د تلفاتو شمېره کمه ښیي.

په دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځیانو مرګوني بریدونه ډېر شوي او هره ورځ یې بې شمېره پوځیان هلاک کېږي

Comments are closed.