The news is by your side.

ننګرهار کې د تالبانو له لوري د اغزن سیم ټولولو پر پاکستان اور بل کړی

خبریال وېب پاڼه: ‏د پاکستان د مشرانو جرګې مشر رضا رباني د بهرنيو چارو وزير شاه‌ محمود قریشي څخه غوښتي، چې د ت‌البانو له‌ لوري د اغزن سیم د لرې کولو په اړه پارلمان ته معلومات ورکړي.

رباني د پوښتنې په توګه ویلي کله، چې تالبان د ډیورنډ فرضي کرښه پر رسمیت نه مني؛ نو دوی یې ولې بیا ملاتړ وکړي؟

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې افغان‌ تالبانو پر ډیورنډ جبري کرښه د پاکستاني پوځ تحرکاتو مخنیوی وکړ او له دوی یې اغزن سیم ټول او له ځان سره یوړ.

تالبانو هغه مهال د اغزن سیم له ټولو وروسته پاکستاني پوځیانو ته ګواښ وکړ، چې که یې بیا دا ډول حرکت وکړ نو د تالبانو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

له یوه لوري پر پاکستان د اغزن سیم د ټولولو له امله اور بل دی، بل لورته د پاکستان جمعیت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الر‌حمن وایي، چې دوی د تالبانو له حکومت څخه خپل سیاسي ملاتړ پراخوي.

هغه دا خبره د افغانستان لوړو زده‌کړو وزیر سره د لیدنې پرمهال کړې او خوښي یې څرګنده کړې، چې تالبان د اصولو پر بنسټ مبارزې بریالي کړي دي.

فضل الرحمن یو له هغو څېرو څخه ده چې تل یې د افغان خاورې پر ضد تبلیغات او څرګندونې کړې دی.

افغان ولس هم د هغه دا ډول څرګندونې شیطاني بولي او له تالبانو غواړي چې پرې باور ونکړي.

Comments are closed.

koi finance