The news is by your side.

نړیوال په بیا بیا اوربند غواړي، طالبان یې نه مني

خبریال وېب پاڼه/په داسې حال کې چې نړۍ د یوې سترې بیولوژیکي وبا په لومو کې را ګیر ده، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په تېرو دوو میاشتو کې د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو او سازمانونو د افغان کشالې د حل لپاره په کراتو پر طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی، خو دغې وسلوالې ډلې په بیا بیا رد کړی او خپلو بریدونو ته یې دوام ورکړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه د اسلامي هېوادونو د سازمان له اعلامیې څخه په هرکلي کې ویلي دي چې طالبان باید د روژې مبارکې میاشتې په پار اوبند وکړي. نوموړی زیاتوي چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان تل هڅه کړې چې په افغانستان کې سوله تأمین شي او د جګړې ګیلم ور ټول شي.

خلیلزاد همدا راز په ټولو ښکېلو افغان لوریو باندې غږ کوي چې بین الافغاني مذاکراتو ته سره کېني او د روانې اوږدې جګړې پر وړاندې د سولې لپاره سره یو موټی شي.

دا چې ولې وسلوالو طالبانو خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې ده، یو شمېر کارپوهان وایي چې طالبان نه غواړي چې خپله د جګړې لومړۍ کرښه کمزورې کړي ځکه په وینا یې بیا ځلي د دغې اورپکې ډلې د صفونو تنظیمول ډېر ستونزمن دي او طالبانو د دوه کاله وړاندې اختریز اوربند نه ډېرې ترخې خاطرې لري.

افغان حکومت هم په ځلونو په وسلوالو طالبان غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره چمتووالی ونیسي. دغه وسلخ واله ډله په ظاهره داسې هېڅ موجه دلیل نه لري چې له مخې یې اوربند ونکړي ځکه ډېری هغه غوښتنې چې طالب اورپکو له حکومت څخه لرلې، ډېری هغه یې په نسبي توګه پر ځای شوې دي، چې په دې وروستیو کې د حکومت لخوا شاوخوا ۵۵۰ طالب بندیان هم خوشي شوي دي.

د اروپایي ټولنې لخوا هم په تازه بیان کې راغلي دي چې که په افغانستان کې اوربند و نه شي، د کرونا پر وړاندې مرسته شوي لګښتونه به بې ځایه ولګېږي. د دغې ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دوی د دې سخت ملاتړي دي چې په افغانستان کې اوربند وشي او د کرونا پر وړاندې مبارزې ته په ګډه کار وشي.

نوموړی زیاتوي چې اروپایي ټولنې افغانستان ته د کرونا پر وړاندې مبارزې ته ۱۳۰ ملیونه ډالره مرسته چمتو کړې ده او په وینا یې هیله لري چې د دغې نړوالې وبا مخنیوی به پرې وکړای شي. کوبیا همداراز وایي دا مرستې به هغه وخت پر ځای ولګي چې اوربند وشي او تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.

خو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او ستر دې دمه یې د هېچا خبرو ته لبیک ویلی نه دی. دا چې کرونا به په جګړه ځپلو سیمو کې څومره ستر ګواښ را منځته کړي، دا به نیږدې وخت ثابته کړي خو حکومت وار له مخې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د احتمالي بشري فاجعې مسؤلیت به خپله د طالبانو پر غاړه وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.