The news is by your side.

پر کونړ پاکستاني توغندي دوام لري/ تالبان مشران لاهم غلي

پر کونړ پاکستاني توغندي دوام لري/ تالبان مشران لاهم غلي

خبریال وېب پاڼه:  ځایي اوسېدونکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کونړ شاوخوا دوه سوه توغندي راتوغول شوي.

ځایي خلک وایي دا توغندي د کونړ پر شولتن ولسوالی توغول شوي دي.

د ځایي خلکو په خبره تر اوسه په راغلو توغندیو کې دری تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

دوی زیاتوي دغه راز په راغلو توغندیو کې د عامو خلکو په زیات شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.

بل لورته روغتیایي چارواکي بیا د ژوبلو کسانو حالت ښه ښيي.

ويل کيږي سلګونه تالبان هم شولتن ولسوالۍ چواګام سيمې ته، چې لومړۍ او صفري کرښه ده تيره شپه رسیدلي او د تيارسۍ په حال کې دي.

تالبانو ته داسې مهال د تیارسی امر شوی، چې پاکستان لا هم کونړ کې د ډیورنډ جبري کرښې ته نژدې ولسوالیو باندې توپونه راولي او خلک وایي وخت ناوخته یې الوتکې هم په دې پلو کې ګرځي.

کونړ مېشتي وایي، جمهوریت خو به د توپونو حساب نیولی و، خو اوس چوپه چوپتیا ده او تالبان غلي دي.

خو په ټولنیزو رسنیو کې نن یوه ویډیو خپره شوې، چې یو تالب پکې ادعا کوي، چې د توپ مرمۍ د پاکستان اړخ ته ولي.

 ولس د تالب مشرانو سخت ځواب ته په تمه دی خو بل لورته تالب مشرانو لا غبرګون نه دی ښودلی.

Comments are closed.