The news is by your side.

روسیې د تالبانو پلوي وکړه او امريکا ته يي سخت‌ګواښ وکړ

خبريال ويب پاڼه/ د امريکا او تالبانو انتخاب روسیې ته پاتې شوی تاسې څه فکر کوئ چې روسیه کوم يو انتخابوي.
کله چې افغانستان کې جمهوريت واکمن وو، نو روسیه څو ځله د امريکا له لوري پر دې تورنه شوه چې د تالبانو ملاتړ کوي او د جګړې اور ته پوکی ورکوي، خو روسيې هغه مهال دا خبرې رد کړې وې.
تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستيال اولګ سیرومولوتوف د امريکا او تالبانو په هکله تازه څرګندونې کړې دي.
هغه وويل امريکا پر اسلامي امارت باندې خپلو بنديزونو ته دوام ورکوي او له دې څخه د يوه فشار په توګه کار اخلي، نوموړي وويل چې د امريکا دا چاره په افغانستان کې وضعيت نور هم پېچلی کوي او ستونزې زېږوي.
افغانستان کې د تالبانو له راتګ وروسته ستونزې زياتي شوې او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې تراوسه پوري يې حل ناممکن ښکاري.
دې روسي ډيپلومات وويل آمريکا د دې پر ځای چې خپله پړه او ناکامي ومني او پر تيروتنو اعتراف وکړي پر افغانستان فشارونه زیاتوي او په دې توګه له نشه يي موادو او ترهه ګرۍ سره مبارزه شاته پریښودل کيږي.
روسیې هر وخت د امريکا او تالبانو له منځه تالبان‌ انتخاب کړي دي روسیې تازه په تازه امريکا په افغانستان کې پر زياتو تيروتنو باندې تورنه کړې او ويلي يې دي چې دې هېواد په دې توګه د ترهه ګرۍ سره او مخدره موادو سره مبارزې کې ټګي برګي کوي.
روسیه تالبانو ته ښه وړانديزونه لري حتی په افغانستان کې يې د‌ پانګونې هم ویلي خو همدا تالبان يوازي آمريکا ته نه دریږي او دوی غواړي چې ځان په رسمیت باندې په وپیژني، خو امريکا پر تالبانو باندې تور پوري کړی چې تالبان خپلو ژمنو ته وفادار نه دي او يوازي خپلو اهدافو ته ځانونه رسوي.
تالبان کوښښ کوي چې له امريکا سره اړيکي جوړي او په نسبي ډول تر روسیې امریکا ته زيات ور نژدې شي.

Comments are closed.