The news is by your side.

د رسميت پيژندنې پړاو، م، م پر تالب مشرانو بنديزونه نرم کړي

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو مشران لا هم په نړيوال تور ليست کې شامل دي، د دوی د سفرونو په هکله هم چې بهرنیو هیوادونو ته يې ترسره کوي بنديز او محدوديت وجود لري.
د ملګري ملتونو په یوه تازه اقدام کې د يو شمېر تالب مشرانو د سفر د معافيت موده درې میاشتې نوره اوږده کړه.
ملګري ملتونه وروسته له هغه دا اقدام کوي چې د عباس ستانکزي او برادر پر سفرونو باندې بنديز لګول شوی دی، ځکه چې د دوی د سفرونو ورکړل شوې درې مياشتې موده پای ته رسيدلې وه.
تالبانو د ملګري ملتونو د دې پرېکړې هرکلی او دا يې يو ښه ګام بللی.
د تالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وويل چې دا بنديز بايد وړاندې ليري شوی وای خو اوس چې دې مسله کې سهولت راغلی موږ يې هرکلی کوو.
ملګري ملتونو په تير شل کلن دور کې د تالب مشرانو نومونه داسې لیستونو ته زيات کړي چې دا کسان د نورو بنديزونو سره سره سفر هم نشي کولی.
په ورته وخت کې دې موده کې بیا امريکا د تور ليست خاوند تالبانو د نيولو لپاره يو شمېر نغدي جايزې هم ټاکلې وې کله چې تالبانو له امريکا سره مذاکرات پيل کړل نو لومړی غوښتنه يې دا وه چې د دوی د مشرانو نومونه بايد له تورو لیستونو څخه حذف شي خو امريکا تر اوسه دا کار نه دی ترسره کړی.
د ملګرو ملتونو تازه اقدام تالبانو ته لويه هيله ښايي پيدا کړې وي ځکه چې هر تالب که دومره مشروعيت ولري نو ښايي په راتلونکي کې دا مشروعيت نور هم زيات کړي او ان چې په رسميت يې وپيژني ښايي دا د رسمیاتو د پيل يوه لړۍ وي.
امريکا به يوه په دې هکله کومه کتنه او ملاحضه هرو مرو ولري ځکه تر دې وړاندې يې هم په دې حساسو موضوعاتو کې ځان شريک کړی.
د تالبانو له واکمنۍ تر څلورو مياشتي زیاته موده تيريږي خو دا ډله تراوسه هيڅ يوه هېواد په رسميت نه ده پیژندلی خو يو شمېر اسلامي هېوادونو اعلان کړی چې دوی به د افغانستان نوی حکومت په رسميت وپيژني.

Comments are closed.