The news is by your side.

د تالبانو د لوړو زده کړو وزیر بندو پوهنتونو ته قطعه جوړه

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د تحصيلي مرکزونو د ساتنې لپاره يوه ځانګړې قطعه جوړوي.
د تالبانو د لوړو زدکړو وزارت په يوه بيان کې ويلي، چې دا انظباتي قطعه به ۱۷۰ غړي ولري او د دوی د ځانګړي قطعاتو غړي دي.
تالبانو ويلي چې دا کسان د دې ډلې د ۳۱۳لوا له تازه زده کړو چې يوه مياشت يې دوام کړی فارغه او د لوړو زدکړو وزارت لخوا په خاصه قطعه کې ځای پرځای شوي.
د تالبانو د لوړو زده کړو وزارت مرستيال وويل چې د تحصيلي او اکډيميک مرکزونو د ساتنې لپاره يوه ځواک ته اړتیا شته چې ساتنه يې بايد وکړل شي.
دې ساتوونکو ته وويل شول چې د تحصيلي مرکزونو څخه بايد د خپلو سنګرونو په څېر ساتنه وکړئ
د تالبانو د لوړو زده کړو وزیر
دتالبانو د لوړو زده کړو وزیر خورا مشهوره او د اوس لپاره په ټولنیزو رسنیو کې پيژندل شوې څيره ده که څه هم پر دې کس د خپلو نا مسولو څرګندونو له کبله خلکو زياتې نیوکې وکړې خو بیا هم تالبانو دا سرټمبه کس له دندې ليري نکړ.
د حقاني په نوم د تالبانو د لوړو زده کړو وزیر، چې خلکو برعکس ورته د تالبانو د لوړو زده کړو سره د مبارزې وزير هم ورته وايي ډيري غيري نامسولې څرګندونې کړې هغه يو وخت وويل چې د تير شل کلن دور ټول فارغين بې سواده او بې کاره دي چې ډيری يې غرب پلوه دي، د هغه له دې څرګندونو وروسته پر ټولنيزو رسنيو باندې خلکو د تالبانو پرحکومت سخت انتقادونه وکړل او د هغه ګوښه کيدلو غوښتنه يې وکړه نوموړي د نجونو له زده کړو سره هم سحت مخالف ولې په پاکستان کې يې د خپل سفر په لړکې داسې انځورونه چې دا وزير د ښځو منځ کې ناست دی ښيي او هلته بانډارونه ورسره کوي.

Comments are closed.