The news is by your side.

تالبانو ولې د پوتين ستاينه وکړه؟

خبريال ويب پاڼه/ دا به لومړی ځل نه وي چې تالبان او روسان پر خولو سره مچوي تر دې وړاندې هم لکه د دوی چې ګټې سره شریکې وي يو د بل د خبرو او ځانونو ستاينه کړې ده.
پوتين خبره وکړه تالبانو يې ستاينه وکړه او هرکلی يې وکړ.
پوتين تيره ورځ په خپلو خبرو کې د تالبانو په هکله غوړې خبرې کړې وې او پر امريکا يې انتقادونه کړي ول چې د تالبانو له هرکلي سره مخ شو.
پوتین وویل چې روسیه د تالبانو د حکومت په رسميت پيژندلو هڅه کوي او د دې هېواد د کنګل پيسو د خلاصون په هکله هم نظريه لري.
پوتین پر امریکا هم انتقادونه وکړل او زياته يې کړه چې د افغانستان د کنګل شويو پيسو د خلاصون لپاره دي هم لاس په کار شي.
په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ويل چې د اسلام‌ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم شان ته سپکاوی د بیان ازادي نه ده بلکې دا د ديني ازاديو مخالف او د مسلمانانو احساساتو ته سپکاوی دی.
د تالبانو د بهرنیو چارو وزارت پوتين ته چکچکې کړې او ويلي يې دي چې موږ د پوتين ستاينه کوو.
د روسیې او تالبانو غيري مستقيمه انډيوالي روانه ده ځکه د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سیرومولوتوف د امريکا او تالبانو په هکله تازه څرګندونې کړې دي.
هغه وويل امريکا پر اسلامي امارت باندې خپلو بنديزونو ته دوام ورکوي او له دې څخه د يوه فشار په توګه کار اخلي، نوموړي وويل چې د امريکا دا چاره په افغانستان کې وضعيت نور هم پېچلی کوي او ستونزې زېږوي.
افغانستان کې د تالبانو له راتګ وروسته ستونزې زياتي شوې او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې تراوسه پوري يې حل ناممکن ښکاري.
دې روسي ډيپلومات وويل آمريکا د دې پر ځای چې خپله پړه او ناکامي ومني او پر تيروتنو اعتراف وکړي پر افغانستان فشارونه زیاتوي او په دې توګه له نشه يي موادو او ترهه ګرۍ سره مبارزه شاته پریښودل کيږي.
روسیې هر وخت د امريکا او تالبانو له منځه تالبان‌ انتخاب کړي دي روسیې تازه په تازه امريکا په افغانستان کې پر زياتو تيروتنو باندې تورنه کړې او ويلي يې دي چې دې هېواد په دې توګه د ترهه ګرۍ سره او مخدره موادو سره مبارزې کې ټګي برګي کوي.

Comments are closed.