The news is by your side.

پر عمران نواز راتلوونکی او پاکستان به بیا دړې وړې کيږي

خبريال ويب پاڼه/ د پاکستان څخه راپورونه خطرناکه شوي او پر عمران باندې بل ابوجهل راتلوونکی دی.
پاکستاني شننونکي وايي چې عمران خان اوس د پوځ ملاتړ له لاسه ورکړی او زياته کړې يې ده، چې اوس هغه عمران نه دی عمران ويل کيږي چې پوځ اوس بيرته د نواز شریف د بيا راتللو هڅې کوي.
پر همدې مهال اوس د پاکستان واکمن عمران خان دې اوازو او ګنګوسو ته سخت غبرګون ښودلی او زیاته کړې يې ده، چې په پاکستان کې د يوه مجرم د بخښلو هڅې کيږي، او په دې سره هغه هم حيران دی چې يو سزا شوی کس څنګه بخښل کیږي.
هغه وويل چې نواز شریف په دې حيران دی چې يو سزا شوی کس څنګه بخښل کیږي او بیا د هېواد د لومړي وزیر کيدلو چانس ورکول کېږي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري هم د عمران خان د خبرو پخلی کړی او زياته کړې يې ده چې هغه په دې زیاته حيراني ښودلې چې څنګه نواز شریف بخښل کیږي او د هېواد د لومړي وزير کيدلو څلورم چانس ترلاسه کوي.
له دې څخه داسې ښکاري چې د پاکستان سياست هم د اقتصاد غوندي دړې وړې کيږي او ماتې به خوري د وزير عظم عمران خان په دوره کې پاکستان د نړۍ په کچه ديوالي هېوادونو کې راغلی او اوس يې هرکال د بودجې لپاره تمويل بهرني پورونه کوي چې دا يوه لويه مسله ده.
پاکستان ته بيرته نواز را روان دی نواز هم پر خپل وخت له افغانستان سره سترې دښمنۍ کړې خو د پاکستان په تباهي کې د افغانستان ژوند لټول په کار دي، پاکستان بايد تبا شي.
دا له واقعيته ليړي خبره نه ده ځکه چې عمران خان د دې موضوع په هکله حساسیت ښکاره کړی او سخت غبرګون يې وښوده، چې يو مجرم څنګه قانون بخښلی شي او د څلورم ځل لپاره بيا څنګه نواز د پاکستان صدراعظم کيدلی شي؟

Comments are closed.